د اسلامي خلافت د ړنګیدا په یاد کې د زړه درد

ډاکټر یوسف اکبری

د نن نه پنځه نوي کاله مخکې په کال 1924 ميلادي د مارچ په 4مه په ترکيه کې عثماني امپراتوري د اتاترک په لاس ونړېده او د اسلامي خلافت جنازه پورته شوه، په حقيقت کې دا د ټولې نړۍ د مسلمانانو د ازادۍ، خپلواکۍ او له خپلو حقوقو څخه دفاع ته د پای ټکی وو، ټوله عربي نړۍ چۍ د اسلامي خلافت یوه لويه برخه وه د اروپايي ښکېلاک تر ولکې لاندې شوه، مصر ، فلسطين او عراق د انګلستان. سوريه، لبنان، الجزاير، تونس او صومالیه د فرانسې. لېبیا د ایټاليا. او المغرب د هسپانیې. د غلامۍ او اسارت په دام کې ولوېدل.
اسلامي خلافت د نړۍ د مسلمانانو د مجد او عظمت اصلي ساتندويه وو خو له بده مرغه، چې د خلافت په ړنګېدو سره په ټوله اسلامي نړۍ د بې سرپرستۍ تریخ ژوند پیل شو، د اسلامي امت د وجود فلسفه ګډه وډه شوه، او هغه يواځينې رمز چې مسلمانان پرې راټولېدل د وخت مشرانو نالیدلی او واړه ګڼل خو نن سبا يې د ناسور حیثیت غوره کړی چې ټول اسلامی امت ورسره رنځېږي.
لومړنې ناسور د منځني ختیځ په سینه کې د یهودانو د دولت اعلانول وو، یهودانو ډېر کوښښ وکړ او خپلو دسيسو او شومو پلانونو ته يې دوام ورکړ هماغه وو چې دانګلستان په مرسته چې په ټوله عربی نړۍ يې اقتصادي، سیاسي او نظامي نفوذ او اغيز درلود هدف ته ورسېدل او په کال 1916 م کې په ډېره اسانۍ سره وتوانېدل يهودي (صهيونيستي) نظام رامنځته کړي، د عربی نړۍ مزدور واکمنان د بشپړې ازادۍ ورکولو په وعده وغولېدل او د اسلامي خلافت په خلاف ودرېدل، انګلیسان وتوانېد چې د استانبول او مدینې منورې يعني د اسلامی خلافت د مرکز او عربی نړۍ تر مینځ د دوستۍ او ورورولۍ غځیدلې تناب پرې کړي.
د 1338 م نه تر 1944 کاله پورې د اسرائیلو دولت منځته راغې او ترکيې په رسميت وپېژاند او د اسرائیلو سره يې هر اړخيزه مرسته پیل کړه، په 1923 م کال چې کمال اتاتورک د تركيې واك په لاس كې واخيست نو د ترکانو حکومت يې اعلان کړ، له دې سره ډېرې اسلامي سیمې لکه بلقان، قفقاز، عربی نړۍ او کردي سيمې د ترکانو حکومت څخه د باندې پاتې شوې او دا په حقیقت کې د نورو شخړو او نا آرامیو د زېږيدنې لامل وګرځېد، ځکه نوی حکومت یواځې د ترکانو انحصاري حکومت وو نو له دې سره سم نورو پرګنو او ملتونو په ځانګړي توګه کردانود خپلې آزادۍ او خپلواکۍ غږ پورته کړ ځکه هغوی دعوه لرله، چې د ترکانو په حکومت کې هېڅ ځای نه لري، او دا دی ترننه د ترکیې او کردانو ترمنځ ستونزې دوام لری.
د اسلامي خلافت له ړنګېدو سره د عربي نړۍ په وجود کې یو بله ستونزه د اسکندرون لانجه ده، چې تر ننه پورې پرې سوريه او ترکیه په خپل مینځ کې لاس او ګرېوان دي.
د خلافت په ړنګېدو سره په منځنۍ آسيا کې د مارکس او لینن کمونستي فلسفې د وحشت او بربریت توپان راوست، د امام بخاري، امام ترمذي، ابن سینا، خوارزمي، فارابي، قزویني او بلاذري په څير علماؤ سيمې یې شنډې کړې او نور يې داسې بچيان ونه زيږول، اسلامی تمدن ونړېد، عربي ژبه په لاتینی بدله شوه، په هندي نیمه وچه کې د مسلمانو ملتونو جدا والی، د پاکستان او بنګله دیش جلا کېدل او د کشمیر لانجه چې لا تر اوسه تازه ده د بل ناسور حیثیت لري چې له بده مرغه اسلامي نړۍ یې له حلولو عاجزه ده.
د فلپین په خاوره د بودایانو او عيسایانو په لاس د مسلمانانو تباهي او هلاکت چې له لسګونو کلونو راهیسې دوام لري د اسلامي خلافت د ړنګېدو نه وروسته را پیدا شوي زخم دی چې لا تر اوسه د مسلمانانو وينې پکې روانې دي.
په سوډان کې كورني جنګونه, د مركزي حكومت پرخلاف ددغه هيواد په جنوب كې د پرتو مسيحيانو راپارېدل او د دارفور سيمې جنجال چې دا ټول د سوډان د ترقۍ او پرمختګ د مخنيوي په موخه دي يوه بله ستونزه ده، د صومال په ځمکه د مسلمانانو وژنه په عراق او افغانستان باندې د امریکا وحشيانه بريدونه او داسې نور دا ټول د اسلامي خلافت د نشتوالي زېږنده ده.
دا چې یو وړوکی کفري دولت د امنیت په شوری کې د غړیتوب حق لري مګر څه باندې پنځوس اسلامی دولتونه یې نه لري هغه تاوان دی چې مسلمانانو ته د اسلامي خلافت د نشتوالي په پايله کې رسيدلى دى.
نن او سبا خو په هر ځای کې د مسلمانانو په خاوره او میشت سیمه د مرګونو نندارې دي، د وینو ویالې بهېږي او د ځپل شوو کړیکي ترآسمانه رسېږي، بیت المقدس د مسلمانانو لومړنۍ قبله، د اسارت شپې تېروي، ټوله اسلامي نړۍ د امریکایی او انګلیسي لېوانو په لومه کې نښتې خو بيا هم د دې وخت نه دی را رسېدلی چې مسلمانان دغه واړه واړه کورونه په یوه لوی، په خپلو پښو ولاړ او د قوي مټو څښتن خلافت چې څوک ورته په کږو سترګو هم نشي کتلای بدل کړي.
آیا د دې وخت نه دی رسېدلی چې اسلامي نړۍ د څو بې ماهیته، وطن پلورو او مزدورو واکمنانو له ولکې نه وویستل شي او هغو اتلانو ته چې په تندي یې د آزادۍ او مېړانې نښې نښانې ځلېږي او په كړنو کې یې د شهکارۍ او اتلولۍ رمز ښکاري ته وسپارل شي ترڅو مسلمانان د لومړنیو پېړیو په څېر آزاد ژوند ولري او لاس په لاس د خپل روڼ سهار او روښانه مستقبل په لور د یوه قوي اسلامي خلافت تر سیوري لاندې یون پیل کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close