اسلام او ریښتینولي مو په هر ځای کې د کامیابۍ ضامن ده

سعید احمدي
په اروپایي ملکونو کې که کومه اداره یا کمپنۍ د کار او ملازمت لپاره څوک استخداموي، د انټرویو پر وخت ترې د پوښتنو په لړ کې اول دا پوښتي چې آیا شراب څښې؟
هره کمپنۍ یا یوه اداره چې د کار لپاره ملازمان خوښوي هغه هسې ملازمان چې شراب نه څښي، دوی داسې کسان ډېر کم مومي چې شراب نه څښي، بالخصوص د ګارډ یا محافظوي دندې لپاره کوشش کوي هغه څوک وګماري چې شراب نه څښي او داسې کسان پیدا کوي چې شرابيان نه وي.
دوی ته که داسې کارکونکی په لاس ورشي چې شراب نه څښي په خوشالتیا سره پوښتنه ترې کوي چې ولې؟ علت یې پوښتي. د دغې پوښتنې په پایله کې اکثر وخت چې شراب نه څښي هغه مسلمان وخیږي.
دغسې کس چې هغه شراب نه څښي که هغه مسلمان وي که غیر مسلم په ډېره خوشحالتیا یې په وظیفه ګماري او له ځان سره یې د کار کولو په موخه نیسي، خو په غیرمسلمو کې هسې کسان ډېر کم موندل کیږي چې شراب نه څښي.
په بریتانیا کې یو مسلمان ځوان د یو کار د پیدا کولو په موخه ګرځېد، یوه ورځ یې د یوې کمپنۍ په خبرتیا(اعلان، اشتهار) کې لیدلي و، چې هغوی ته د یو سیکورټي(ګارډ، محافظ) ملازم اړتیا ده، دغه ځوان د انټرویو لپاره د دغې کمپنۍ دفتر ته ورغی.
ځوان د کمپنۍ دفتر ته ولاړ، لدې پرته نور مسلمان او غیر مسلمان ځوانان هم د انټرویو لپاره نوموړي دفتر ته ورغلي وو، هر کس به چې د انټرویو خونې ته ورغی او بېرته به راووت، د باندې ولاړو ټولو ځوانانو به ترېنه پوښتنه کوله چې کومې پوښتنې یې درنه وکړې او تا څنګه څنګه ځوابونه ورکړل؟
په اصل کې له ټولو ځوانانو نه په پوښتنو کې یوه داسې پوښتنه خامخا کېدله چې هغه به له ټولو څخه مطرح کېدله هغه دا چې د ورځې څو پیالې شراب څښې!؟
کله چې د مسلمان ځوان نوبت راغی، له ده څخه یې هم د پر له پسې پوښتنو په لړۍ کې دا پوښتنه وکړه چې د ورځې څو پیالې شراب څښې!؟
ځوان په تردد کې شو چې څه ځواب ورکړم! آیا دروغ ووایي چې دا هم د نورو ځوانانو په څېر د ورځې څو څو د شرابو ډکې پیالې په سر اړوي! تر څو دوی ووایي چې دا ډېر ښه مسلمان دی. او که ریښتیا ووایي چې زه مسلمان یم او په مسلمانانو باندې شراب څښل حرام کړی شوي دي! له لږ ځند وروسته یې د ځان سره د ریښتیا ویلو پرېکړه وکړه او وې ویل: چې زه شراب نه څښم.
پوښتونکو وویل: ولې! آیا ته ناروغه یې؟
ځوان په ډېرې هوښیارتیا سره جواب ورکړ: روغ یم، خو زه مسلمان یم او شراب پر مونږ مسلمانانو حرام دي.
پوښتونکي ډېر حیران شول او یو ځل بیا یې په حیرانتیا سره ورته وویل : یعنې ته بیخي شراب نه څښې! د اوونۍ تر پایه یې هم نه څښې!؟
ځوان وویل: هو! زه له سره شراب نه څښم او نه یې خوښوم!.
د انټرویو اخیستونکو په حیرانۍ سره یو بل ته کتل او د خوشالۍ نښې یې پر مخونو څرګندې شوې.
د پوښتنو لړۍ پای ته ورسېده، کله چې د پایلو او نتیجې اعلانولو ورځ راغله، د کامیابو کسانو په نوم لړ او لیست کې د همدغه مسلمان ځوان نوم په سر کې و.
نوموړی ځوان د وظیفې لپاره منتخب او وټاکل شو، خپله ورکړل شوې دریشۍ او د محافظانو خاصې جامې یې واغوستې او په خپله دنده یې پیل وکړ.
په دنده کې له یوې میاشت په تېرېدلو سره یې یوه ورځ د انټرویو اخیستونکي ټیم د جملې نه د یو افسر څخه پوښتنه وکړه چې تاسې هغه د انټرویو په ورځ د شرابو په اړه پوښتنه څو څو ځلې ولې تکرار کړه؟
افسر په ځواب کې ورته وویل: ځکه چې ملازمت او کار د سیکورټي(دفاعي ګارډ) په څانګه کې و، دلته چې هر کله مونږ ځوانان د دندو لپاره نیسو نو ښکاره خبره ده چې د دې ځای خلک ډېر نه بلکې له سره ټول شراب څښي او څلرویشت ساعته په نشه کې ډوب وي، چې په دنده د ګمارلو په صورت کې زمونږ د کمپنۍ لپاره د زیان سبب جوړیږي او کار هم په سمه طریقه سره نشي اداء کولای.
مونږ چې ته ولیدې او تا وویل چې شراب نه څښم، مونږ فکر وکړ چې ورک شوی لعل مو پیدا او په ګوتو راغی له همدې امله مو ته په اول نمبر کې انتخاب او په دنده وګمارلې.
دا ټول د سه شي برکت او نتیجه وه! دا ځکه چې دغه ځوان مسلمان و او شراب یې نه څښل او بل یې د ځواب ورکولو پر مهال له دروغو نه استفاده ونکړه بلکې د مسلمان هغه خاصه چې دی به ریښتیا وايي چې نبوي اخلاق هم دي؛ خپل او ریښتیا یې وویل چې الله تعالی کامیاب او په ټولو ځوانانو کې سرلوړی او کامران وګرځاوه.
هغه څه نه چې الله او د هغه خوږ نبي منع فرمایلي وي ترې ځان وساتل شي نو په هره ټولنه کې چې وې الله تعالی به دې سرلوړی او کامیابوي او د سوکالۍ ژوند به دې په برخه وي.
نتیجه دا راوځي چې یواځینی د کامیابۍ راز هغه په اسلام کې ده، چې لدغه نعمت څخه د اروپا ځوانان بې برخې دي او د ژوند په اکثره مرحلو کې له ناکامۍ سره لاس او ګریوان دي.
  پای

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close