اسلام  او سوله / پېنځمه  برخه

ليکنه :  پوهنمل زاهدي احمدزی

شرطونه :

د اسلامي امت  فقهاوو، ويلي دي : له  کفارو سره  له  جنګ  څخه  د مخه  هم سوله  کول رواده ،  د جنګ په  دوران  کې  هم  ورسره  روا ده او  له  جنګ څخه  وروسته  هم  ورسره رواده؛ ځکه  چې  دغه  درې  واړه  ډوله  صلحې  رسول الله (ص) کړي دي؛ مګر له  کفارو سره صلحه  کول  په  مطلق  ډول  او د تل  لپاره  روا نه ده؛  ځکه  چې  په  داسې  کولو سره  د  تل لپاره  جهاد ختمېږي او د اسلامي  امت  نور مادي  او معنوي  زيانونه  ورکې دي.

له  همدې  کبله فقهاوو  ويلي دي، له  کفارو سره  صلحه کول  په  مشروط  ډول  روا ده  او هغه  شرطونه، چې  په  صلحه کې ضروري دي  او صلحه  مشروع ګرځوي؛ په لاندې ډول فقهاوو بيان کړي دي .

لومړی  شرط ،  د صلحې  موده  به  معلومه وي :

يعنې  کله، چې  مسلمانان  له  کفارو سره صلحه کوي؛ نو په  تړون  کې  به  د صلحې  موده هرومر و معلوموي ،يعنې  درې کلونه، دوه کلونه، لس  کلونه؛ خو له  لسو کلونو څخه  د زياتې  مودې  په  ټاکلو کې د فقهاوو اختلاف دی ؛ امام ابوحنيفه  نعمان  بن ثابت (رح) متوفي ۱۵۰هـ ۸۲۴م  او امام  احمد بن  حنبل (رح)متوفي ۲۴۱هـ ۸۶۴م  ويلي دي، چې که  له کفارو سره  د صلحې  د مودې  تمديد او زياتوالی  د مسلمانانو په  ګټه وي  روا دی او نورو جمهورو فقهاو ويلي دي، له  لسو کلونو څخه   د سولې  موده  زياتول  روانه دي  ؛ ځکه  چې نبي (ص)د  مکې له  مشرکانو سره  ترلسو کلونو پورې  صلحه کړې وه .۱

دويم شرط، چې  د مسلمانانو په  ګټه وي :

يعنې له  کفارو سره  صلحه کول  په دې  شرط رواده،چې مسلمانانو ګټه  او مصلحت پکې وي، برابره  خبره ده  که مالي منفعت  پکې وي  او که ديني  مصلحت او ګټه  ورپکې وي او که  دواړه  وي  په  همدې اساس فقهاوو داسې  صلحه  ناروا ګڼلې ده، چې  د کفارو ګټه  او د مسلمانانو تاوان  پکې وي، د مثل په ډول : په  دې خاطر صلحه  ورسره  وکړي، چې  هغوی  به  مسلمانان شي، يا په دې  خاطر، چې  هغوی به  د مسلمانانو حکومت ته  جزيه او مالي ټاکلی  پنډ  ورکړي  يا په  دې  خاطر، چې  هغوی  به  د اسلامي  ملت  د احکامو الزام   وکړي او يا داسې  نور…

 مجتهد في المذهب  علي  بن ابي بکر فرغاني مرغيناني (رح) په  خپل  کتاب  هدايه کې ويلي دي:

( وَإِذَا رَأَى الْإِمَامُ أَنْ يُصَالِحَ أَهْلَ الْحَرْبِ أَوْ فَرِيقًا مِنْهُمْ وَكَانَ ذَلِكَ مَصْلَحَةً لِلْمُسْلِمِينَ فَلَا بَأْسَ بِهِ)

ژباړه : که  چېرې  د مسلمانانو حاکم  پريکړه  وکړي، چې  له  جنګ کوو نکیو کافرانو سره يا د هغوی  له کومې  ډلې  سره  سوله وکړي او په  دغه  صلحه کې د مسلمانانو منفعت او ګټه وي؛ نو دغه  ډول  سوله  کول  شرعا پروانه  لري  او  ورته  رواده، چې صلحه ورسره  وکړي .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close