اسلام او ډيموکراسي!

سراج الدين اعجاز

ځينې ډيموکراتيک مسلمانان فکر کوي، چې ډيموکراسي د اسلام خلاف نه ده او د ډيموکراسۍ هر قانون د اسلام سره يو شان دی؛ خو د هغوی برعکس ځينې نور هغه بيا فکر کوي چې ډيموکراسي د اسلام خلاف يو جوړ شوى نظام دی او د اسلام د له منځه وړلو او د اسلام سياسي نظام د تطبيق د محنيوي د پاره يو رامنځته شوى قانون دی.

خو اوس دا پوښتنې پيدا کيږي چې د چا فکر سم دى؟ايا ريښتيا هم اسلام او ډيموکراسې دواړه مترادف او يو شان نظامونه دي؟ او که يا اسلام او ډيموكراسي يو د بل متضاد نظامونه دي؟ نو ددې پوښتنو د ځواب د پاره غواړم چې د اسلام او ډيموكراسۍ قوانين وڅېړم او د اسلام او ډيموکراسۍ ترمنځ ګډ او اختلافې نقطې په ګوته کړم.

لومړى- حاکميت: په ډيموكراسي کې حاکميت په خلکو پورې اړه لري، چې په خپله يا د خپلو استازو له لارې يي بايد عملي کړي. لکه څرنګه يي چې له نوم  څخه معلوميږي يعنې د ډيموكراسي کلمه له دو يوناني کلمو څخه احيستل شوې چې ډيمو معنا د خلکو يا ولس او کراسي د حاكميت او واکمني په معنا ده، چې مجموعي معنا يې د خلكو حاكميت يا ولسواکي ده؛ خو په اسلام کې حاکميت په لوى خداى ج پورې اړه لري او انسان په ځمکه کې د لوى خداى ج خليفه ده لکه څرنګه چې خداى ج فرمايي:(  ان الحکم الا لله)«[الانعام ۵۷»

ژباړه: حکم نه دى بلکې يوازې د الله ج د پاره.

يعنې حاکميت د الله ج د پاره دى او له هغه پرته يي بل څوک وړتيا نه لري.

دویم- اکثريت: په ډيموکراسي کې د خلكو اکثريت ته ځانګړې پاملرنه شوې او هر وخت د ولسمشر په ټاکنه, د قانون جوړول او داسې نورو سياسي مسايلو کې د خلكو اکثريت خبره د قبلېدو وړ ده او اکثريت چې څه غواړي هماغه به کيږي؛ خو په اسلام د اکثريت پر ځاى حق ته زياته پاملرنه شوې ده او هيڅ وخت هم دا د تطبيق وړ نه ده چې اکثريت خلک باطل غواړي نو باطل بايد په حق باندې غوره وګڼل شي، بلکې ددې برعکس بايد حق تطبيق شي لکه څرنګه چې خداى ج فرمايي: ( وان تطع اکثر من فى الارض يضلوک عن سبيل الله ان يتبعون الا الظن  وان هم يحرصون) « الانعام ۱۱۶»

ژباړه: او که ته د ځمکې د مخ د ډيرو خلکو خبره ومنې نو د الله ج له لارې به دې واړوي، ځکه چې دوی په ګومانونو پسې روان دي او اټكل کوونکي دي.

درېيم- امير يا رهبر: په ډيموكراسي کې هر څوک حق لري څو مشرتابه ته ځان نوماند کړي او د خلکو د اکثريت رايو په ګټلو سره رهبري په غاړه واخلي او پر خلکو واکمني وکړي؛ خو په اسلام کې هر څوک نشي کولى چې مشرتابه ته نوماند شي.

اسلام کې رهبر بايد مسلمان, عاقل, بالغ, او نارينه وي او همدارنګه ځينې نورې ځانګړتياوې هم بايد ولري.

همدارنګه اسلام او ډيموکراسي ګڼ شمېر نور اختلافي نقطې هم لري، چې په ليکنه کې يي په ګوته کول تر يو حده ناشوني دي، نو له دې ټولو پايله اخلو چې اسلام او ډيموکراسي يو د بل  مخالف او متضاد نظامونه دي او هغوی چې اسلام او ډيموکراسي يو شان بولي په خپلو سترګو کې په خپله خاورې شيندي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close