اسلام ته سپکاوی او د مسلمانو هیوادونو غبرګونونه

د افغانستان جمهوري ریاست او موازي حکومت یې ( طالبانو ) هم دا کړنه غندلې او له ملګرو ملتونو یې غوښتي څو پر یاد هیواد دفشار راوړي چې د دې عمل اجازه ور نه کړي.

راپورتاژ: فرید افغان

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۸)

له نن نه لسیزې وړاندې او له کله چې سړې جګړې ته د پای ټکی ایښودل شوی او لویدیځې نړۍ د مسلمانانو په خپلواکي قدم ایښی، وخت ناوخت د آزموینو او د اسلامي ولولو د کتلو په خاطر کفري بلاک یوه خطرناکه دسیسه تر آزموینې لاندې راوستلې، څو معلومه کړي چې مسلمانان تر کومې کچې خپلې عقیدې ته ژمن دي.

د سرچینو له قوله هغه کسان چې اسلام ته د سپکاوي تکل کوي او اراده یې همدا وي، نو په لویه کچه یې حکومتونه ملاتړ کوي، څو په دې توګه د یونیم میلیارد مسلمانانو د جرأت او جسارت په ښه توګه وآزمویي، رسنیز کمپاین ورته کوي، د خپرولو په خاطر یې پراخې پیسې لګوي او په هره تولنه کې پر خپلو جاسوسانو پراخه پانګونه کوي ، څو خپله کړنه تر عوامو او خواصو ورسوي.

تازه خبر دا دی چې هالنډ کې یوه وکیل د خپل ناتمام فلم چې د مسلمانانو د ستر لارښود حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم ) توهین په کې شوی ، په بشپړ ډول خپروي.

د فلم ۱۴ دقیقې دوه کاله وړاندې خپور شوی او اوس پوره ۷۲ دقیقې نشر ته سپارل کیږي.
که څه هم لویدیځه نړۍ پر دې پوره قناعت لري او دا یې منلې چې رسوالله ص د بشریت او د ټولو کائناتو لپاره د عدل او لارښوونې یواځنۍ نمونه وه، خو بیا هم دا فلم په په پوره سپانسر سره ځکه خپریږي چې د لویدیځ له خوا د محکومو مسلمانو هیوادونو د مشرانو او ولسونو عقیدوي جاج واخلي.

دا لومړی ځل نه دی چې لویدیځوال دا ډول مرموزه هڅه تر سره کوي ، تر دې وړاندې هم ګڼې ورته پیښې شوې چې د بیلګې په توګه یې ځینې را اخلو.

په ۲۰۱۵ کال کې د (چارلي ابدو) په نامه یوې فرانسوۍ مجلې د اسلام د ستر پیغمبر کارتون چاپ کړ،‌ چې د نړۍ په ځینو هېوادونو کې یې پروړاندې مظاهرې وشوې او د مجلې دا کار په سختو ټکو وغندل شو، د کارتون تر چاپ لا اونۍ نه وې تیرې چې د القاعده اړوند دوو وسلوالو یې پر دفتر برید وکړ او ۱۵ تنه کارمندان یې ځای پرځای ووژل.
یادې مجلې تر دې څو میاشتې وروسته یوځل بیا دا کړنه تر سره کړه چې یواځې په مظاهرو او لاریونونو وغندل شوه.

په ۱۳۹۱ کال کې د یوه امریکایي پادري (سام باسیل) له خوا د یوه سپکونکي فلم خپور شو ، تر دې وروسته د غني په واکمنۍ کې یوې افغان انګلیس ورځپاڼې (اکسپرس) چې له کابل یې نشرات درلودل، یوه سپکونکې مقاله چې د الله ج ذات په کې سپکاوی شوی و، خپره کړه.

د ۲۰۰۵ کال په سپتمبر کې د ډينمارک ” جي لېنډ پوسټن” ورځپاڼې د نبی عليه السلام سپکاوی وکړ، په همدې کال او په ۲۰۰۶ کال کي په امریکا، بريتانیا، فرانسې، ايټالیا، کاناډا، نيوزي لېنډ، استرالیا، هسپانيې، چیک، بلجیم، پولېنډ، جرمني، ناروې، ډينمارک … د نبی علیه السلام له سپکاوي ډکې خاکې خپرې کړې، ناروې ؤپه ۲۰۱۰ کال کې بیا ځل دغه خاکې خپرې کړې، په ۲۰۰۸ کال کې داسي تصويرونه رسنیز شول، چي په عراق کي امریکايي نیواکګر قرآن کریم په ډزو ولي، همداراز داسي راپورونه ورکړل شول، چي بريتانوي پوځیانو ته د روزنې پر مهال د جوماتونو او ګنبدو په څېر نمونې جوړې شوې او پر هغو د نښې زده کولو په موخه ورته کېښول شوي دي، د ۲۰۱۱ په مارچ کې امریکايي پادري ټيري جونز قرآن کریم وسوځاوو، په ۲۰۱۲ کال کې امریکايي نیواکګرو په باګرام پوځې اډه کې د یوشمېر اسلامي کتابونو تر څنګ قرآن کریم وسوځاوو.
تیرکال بیا امریکایانو د پروان او کاپیسا ولایتونو په ځینو سیمو کې یو ډول تبلیغاتي پاڼې وشیندلې چې په کې د مسلمانانو مقدسې کلمې ته سپکاوی شوی و.
او…………………………………………………………………………….

د شنونکو په باور، دا هرڅه د دې په خاطر تر سره کیږي، چې معلومه کړي، مسلمانان له کوم حالت نه کوم حال ته رسیدلي.

د مسلمانو هیوادونو غندنه ؛

د مسلمانو هیوادونو سرخیل هیواد سعودي عربستان په لومړیو کې هڅه کوله، څو دا ډول سپکونکي اعمال وغندي او تر خپله وسه یې دفع وکړي، خو په دې وروستیو کې چې د لویدیځ په تیره بیا امریکا تر مستقیم اغیز لاندې راغلی، دا چارې یواځې تر غندنو او تر هغې ټیټې کچې پورې محدودې شوې، چې د هالنډ له خوا په خپریدونکي فلم یې هیڅ غبرګون نه دی ښوودلی.

ترکیه: دا هیواد هڅه کوي د مسلمانو هیوادونو انسجام خپل او د یو لوی اسلامي هیوا د په حیث ځان څرګند کړي، دې هیواد په ځلونو هغه کړنې غندلې چې د اسلام او مسلمانانو پرضد وې او دغه راز یې له هغو هیوادونو سره دیپلوماتیکې اړیکې هم تر پریکونه رسولې ، دغه راز یې پخوا د هالنډ له خوا دې سپکونکي عمل ته اجازه ورکول هم غندلي خو تازه یې څه غبرګون نه دی ښوودلی.

افغانستان:
د افغانستان جمهوري ریاست او موازي حکومت یې ( طالبانو ) هم دا کړنه غندلې او له ملګرو ملتونو یې غوښتي څو پر یاد هیواد دفشار راوړي چې د دې عمل اجازه ور نه کړي.

دغه راز مصر، اردن، فلسطین، عراق، ایران، لبنان، یمن، کویټ، پاکستان او اندونیزیا هیوادونو هم رسماً څه نه دي ویلي خو ټاکل شوې ده چې په یادو ټولو هیوادونو کې په دې تړاو پراخ لاریونونه ترسره شي..

د چارو څارونکي وایي،هالنډ په افغانستان کې ۱۰۰ تنه نظامي سرتیري لري، که افغان ځواکونه پرې د برید جسارت وکړي ، د ساتلو او حمایې پر ځای یې پر دا سر سر وولي ،له یوې خوا به د ملت او په ځانګړي توګه وسلوالو طالبانو له تود هرکلي سره مخ شي ، له بل لوري به دا هیواد او او ورته نور هیوادونه چې دا ډول ناوړه دسیسې او پلانونه یې چمتو کړي، یا یې هم تکل لري ، تر وخت وړاندې پر خپله سزا ورسول شي او د دې ډول سپکونکو اعمالو جسارت به هیڅ هیواد، کله هم ونه کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close