اسلام دا سې بــڼ دی چې د سپیڅلو انسانانو په وینو اوبیږي

لیکوال ـ صیاد افغان

الله عزوجل فرمایي،ان الله اشتری من المؤمنين انفسهم واموالهم بان لهم الجنة،يقاتلون في سبيل الله فيقتلون ويقتلون (الاية)

ترجمة : بيشكه الله عزوجل له مؤمنانو رانيولی دی نفسونه اوشتمنئ د دوی، په بدل کي یې جنت دی، دوی به قتال کوي د الله په لاره کې، نو قتال به هم کوي او دوی به خپله  هم قتل کیږي !
بل آیت کي فرمایې،
واعتصموا بحبل الله جمیعاً وَّلاتفرقوا (الایة)

ترجمة : تاسي منګولي ولګوئ د الله په دین ټوله، اومه سره جلا کیږئ !

اسلام دنارنجو دبـڼ مثال لری، که مو وینه ورکول ښه حاصلات کوي، او که مو وینه ورباندي بنده کړل وچیږي !
د اسلام دین الله عزوجل ته دومره محبوب دی،  چي د خپل نازولی پیغمبر ( محمدمصطفی) په شاني تقریباً ۱۲۴۰۰۰ یولک او څلرویشت زره انبیاءکرام، خلفاءراشدین، صحابه کرام، همدا راز اولیاءکرام، یې ترقربان کړل خو دین مبین یې ترهیچا نه کړ قربان !
دا یو داسي دین دي، چي هر چا ور باندي منګولي خښي کړي دي، الله عزوجل د کامیابۍ تر مناره رسولی دی، او هر هغه چا چي بې وفایې ورسره کړې ده، هغه یې د برزخ تر کندي رسولی دی !

نو خدای مکړه د دې سپیڅلي دین، سپیڅلي مبارزې، سره جفاکارنه شو !

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close