اسماعيل خان: د جمعيت او حکومت تر منځ خبرې بې نتيجې پای ته رسېدلي

 

د هرات پخوانی والي او د جمعيت اسلامي ګوند د مشرانو شورا غړی اسماعيل خان وايي، د حکومت او جمعيت ګوند تر منځ خبرې بې نتيجې پای ته رسېدلي دي.

نوموړي ويلي، د رامنځته شوي اختلاف د له منځه وړلو په موخه د جمعيت ګوند حکومت ته اووه مادييزه طرحه وړاندې کړې خو تر اوسه د حکومت له لوري نه ده منل شوې.

نوموړي د دغې مادو په اړه نور جزيات نه دي ورکړي، خو په وينا يې دوه مهمې غوښتنې چې يوه پکې د بلخ د والي په توګه د عطانور پاتې کېدل او بله يې د ملي يووالي حکومت د سياسي هوکړه ليک عملي کول دي.

اسماعيل خان، د دغو خبرو د ناکامېدو لامل د دواړو لوريو تر منځ په يادو مادو او شويو مذاکراتو ناخوښي ښيي

هغه زياتوي، حکومت او جمعيت ګوند په خپلو وړاندیزونو ټينګار کوي، چې حکومت وايي انجينر داوود دې د والي په توګه وټاکل شي، خو عطانور خپلې څوکۍ پرېښودو ته تيار نه دی.

د بلخ پخواني والي تر دې مخکې په وار وار حکومت ته ګواښونه کړي او په خپلو خبرو کې يې ويلي، که د جمعيت ګوند او حکومت تر منځ خبرې نتيجه ورنه کړي دی به د ملي يووالي حکومت تر وروستۍ ورځې د بلخ والي وي.

د نږدې يوې مياشتې په تېرېدو لا هم د بلخ نوی والي انجينير داود د خپلې دندې لپاره دغه ولايت ته نه دی تللی.

له بله پلوه د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياندې منيرې يوسفزاده ويلي، چې له دې وروسته په حکومتي ادارو کې د بلخ د والي په توګه د عطامحمد نور لاسليک اعتبار نه لري.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close