اسوشیتډپرس: لوړ پوړي امریکایي چارواکي له طالبانوسره کتلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۹)

د اسوشیتدپرس خبري اژانس خبر ورکړی چې په مسکو کې د طالبانو او افغان سیاسي مشرانو تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته،  یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي له طالبانو سره لیدنه کړې.
آژانس د دغه چارواکي نوم نه دی په ډاګه کړی خو زیاته کړې یې ده چې نوموړي له افغانستان نه  د امریکايي ځواکونو د وتلو ملاتړ کړی دی.
طالبانو هم د دغې لیدنې په تړاو تر اوسه رسماً کوم سپیناوی نه دی کړی.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده د روانې میاشتې په وروستیو  کې به د امریکا او طالبانو تر منځ دوهمه ناسته هم ترسره شي او پر یو لړ مهمو موضوعاتو به بحثونه وکړي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close