اسيا جام: بنګله دېش پاکستان ته ماتې ورکړه، سبا د بنګله دېش هند فاینل دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۵)

د اسيا جام سياليو د سيمې فاينل په سيالۍ کې بنګله دېش پاکستان ته په اووه دېرش منډو ماتې ورکړه.

په پرونۍ لوبه کې بنګله دېش لومړی توپوهنه وکړه او په نهه څلوېښتم اور کې يې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، پاکستان ته يې د (دوه سوه څلوېښت) منډو هدف وټاکه.

پاکستان په ټاکلو پنځوس اورونو کې د بنګله دېش هدف پوره نه کړ او لوبه يې بنګله دېش ته وبايلله.

ټاکل شوې چې سبا د جمعې په ورځ د آسيا جام وروستۍ لوبه (فاینل) د بنګله دېش او هند تر منځ ترسره شي.

هند افغانستان سره د لوبې د مساوي کولو سربيره په اسيا جام کې د ډيرو امتیازاتو په لرلو سره فاینل ته رسېدلی دی.

دغه لوبې په متحده عربي اماراتو کې د شيخ زاید په نړيوال لوبغالي کې د ستمبر مياشتې په پنځلسمه نيټه پيل شوې وې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close