اسیا بنسټ: خلک له حکومته تر وروستۍ کچې ناهیلې شوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۷) زرغون خوږیاڼی

د اسیا بنسټ لخوا په تازه څیړنه کې ښودل شوې، چې له ۲۰۰۴ز کال راهیسې په افغان حکومت د خلکو هیلې وروستۍ کچې ته رسیدلي دي او تر ډيره ناهیلي شوي دي.

د یاد بنسټ له لوري نن په خپره شوې څیړنه کې ښودل شوي، چې ولس د حکومت د راتلونکي په اړه بې باوره او نا هیلی شوی دی.

دا څیړنه چې په کې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو او ۱۶ قومونو څخه ۱۲زره ۶۵۸ تنو برخه اخیستې ده، چې ۵۲،۷ یې نارینه او ۴۷،۴ یې ښځینه دي.

په څیړنه کې ښودل شوي چې ۷۱سلنه خلک له حکومته ناهیلې شوي او یواځې ۲۹ سلنه خلک په حکومت باور لري، چې دا دا هیلۍ وروستۍ کچه څرګندوي.

 څېړنه کې ویل شوي، چې د امنیت، اقتصاد او د حکومت لاسته راوړنو په اړه هم د خلکو احساس کم شوی او ناهیلي شوي دي.

په دې څېړنه کې له پوښتل شویو کسانو څخه له هېواد نه بهر ملکونو ته د تګ لاملونه پوښتل شوي دي، چې لاملونه یې په دې توګه بیان کړي دي: ۴۸،۸ سلنه نا امنۍ، ۲۷،۵ سلنې بیکاري، ۱۴،۶ سلنې فساد، ۱۰،۴ سلنې بد اقتصادي حالت او ۸،۷ سلنې هم بده حکومت‎ولي.

په څېړنه کې د هیواد بې سوادۍ ته هم اشاره شوې، چې ۳۶،۱ سلنه وګړي بې سواده دي، همدا رنګه ویل شوي چې د ځوانانو د بېکارۍ کچه ۷۱،۲ سلنې ده چې د ځوانانو لپاره لویه ستونزه جوړوي.

د اسیا بنست ویلي، چې په ۲۰۱۳ز کال کې له افغان حکومت څخه ۵۷ سلنه خلکو ښه هیله درلوده؛ خو په ۲۰۱۶زکال کې دغه هیله وروستۍ کچې ته رسیدلې چې ۲۹ سلنه خلک په حکومت باور لري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close