اسیا پراختیایي بانک د برېښنا په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي

کابل ټکی کام ۱۶لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
اسیا پراختیایي بانک په یوې خپرې شوې خبر پاڼې کې ویلی چې د انرژۍ او برېښنا په برخه کې به دوی له افغانستان سره ۱.۲ میلیارده ډالر مرسته کوي.
 په خبر پاڼه کې ویل شوي دي چې له یادو پيسو څخه به ۲۷۵میلیونه ډالره په روان کال، او پاتې به یې تر ۲۰۲۵کاله پورې افغانستان ته ورکړل شي.
د خبر پاڼې له قوله چې یادې پيسې به په راتلونکو لسو میاشتو کې د انرژۍ او برېښنا په بېلا بېلو برخو کې ولګول شي.
د اسیا پراختیایي بانک همدا راز وایي چې د افغانستان برېښنا ته له ۲۰۰۵ څخه اوس په ۲۰۱۵کال کې اړتیا دوه برابره زیاته شوې ده، چې د اړتیا د پوره کېدو لپاره یې ۸۰سلنه له بهرنیو هېوادونو څخه واردیږي.
دوی همدا راز ویلي دي چې د یادو مرستو یوه برخه به له ترکمنستان څخه افغانستان ته د برېښنا پر لېږد ولګول شي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان اوسمهال تر ۳۴۰مېګا واټه پورې کورنۍ برېښنا توليدوي، او ۵۶۰مېګا واټه پورې له ګاونډیو هېوادونو څخه واردوي، او افغانستان اوسمهال شاخوا ۱۰۰۰مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close