اشرف غني احمدزی، د ډاکټر نجیب احمدزي پر لار

خالد روان

نوره نړۍ له خپلو ناکامیو گټه اخلي او دغه ناکامې تجربې یې راتلونکي نسلونه نه تکراروي. خو موږ په زړو خطرناکو او ناکامو تجربو بیا هم روان یو.

مخکېني ولسمشر حامد کرزي ۱۳کاله له پاکستان سوله وغوښته او داسې فکر یې کاوه، چې د سولې واک ټول له پاکستان سره دی، خو یوه ذره گټه یې ونه کړه او په ۱۳ کلنه جگړه کې یې زرگونه افغانان ووژل، زرگونه یې معیوب او معلولول کړل.

کرزي د واکمنۍ تر وروستۍ ورځې هماغه د اول کال خبره کوله او سوله یې له پاکستان غوښته، خو پاکستان ته د کرزي په ۲۳ سفرونو کې کرزی ترې تش لاس راغلی دی.

ولسمشر اشرف غني هم همدغه ناکامه تجربه تکرار کړه او له پاکستان سره یې حتا استخباراتي تړون هم لاسلیک کړ، خو بیا هم سوله د مرغۍ پۍ شوه او د دولت لاس ته ورنه‌غله.

د ډاکټر نجیب د واکمنۍ ډېر وخت نه کېږي، خو اوسنی حکومت بیا هم د ډاکټر نجیب د وخت ناکامه تجربه تکراروي او د اردو پوستې له کلیو باسي، څو بیا سیمه‌ییزه ملېشه فعاله کړي او له خلکو په رڼا ورځ پوستکی وباسي.

حکومت له دې وړاندې د اربکیانو او پاڅونوالو په نامه یوه ترخه تجربه تکرار کړې وه، چې د گټې پر ځای تراوسه په تاوان روانه ده او اربکیانو د کلونو ـ کلونو زړې دُښمنۍ راتازه کړې او خپل غچ یې واخیست.

د روسانو له وتلو سره سم ډاکټر نجیب ټول تمرکز په کابل او د ولایتونو په مرکز وکړ او پخوانۍ اردو یې ټوله مرکز ته راولېږدوله. د کلیو د خوشې کولو سره سم، پاټکیان واکمن شول او په لوی لاس په افغانستان کې ملک الطوایفي واکمنه شوه. پاټکیانو په کم وخت کې داسې کارونه وکړل، چې بشریت یې یوازې په یادولو هم شرمېږي. «رقص مُرده»، د هلکانو له قومندانانو سره ودونه، لارې شکول، د خلکو بې‌عزته کول او سلگونه نور جرمونه یې وکړل. دغه جرمونه تر هغه وخته روان وو، چې کله طالبان په ټول افغانستان واکمن شول او د پاټکیانو ټغر یې له یوې مخې ورټول کړ. طالبانو دومره ستر احسان په دې ملت وکړ، چې برهان الدین  رباني اسماني ملایکې یادې کړې.

روانه اوونۍ د افغانستان د دفاع وزارت وویل، چې له کلیو امنیتي پوستې ټولوي او ډېر تمرکز به پر کابل، ننگرهار، مزار شریف، کندهار او کندوز وکړي. خو نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا ویلي وو، چې دغه طرحه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ده او امریکایي چارواکو د افغانستان د دفاع وزارت له چارواکو غوښتي، چې له لرې پرتو سیمو امنیتي پوستې ټولې کړي، څو د امنیتي ځواکونو په مرگ‌ژوبله کې کموالی راشي.

د نیویارک ټایمز له قوله، ټرمپ غواړي د افغانستان کلیوالې سیمې طالبانو ته پرېږدي او افغان چارواکي دې یوازې د ښارونو د مرکزونو امنیت خوندې کړي. خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش دغه چاره د امنیتي ځواکونو د مرگ‌ژوبلې د کمولو له‌پاره کوي او د دوی پر ځای د سیمه‌ییز ملېشې د فعالولو خبره کوي.

نیویارک ټایمز، ډیلي مېل، واشنگټن پوسټ او گڼو لویدیځو رسنیو نننۍ سرلیکنې په قطر کې د امریکايي ډیپلوماټانو او د طالب استازو ترمنځ وروستۍ ناستې ته ځانگړې کړې وې. طالبانو دغه ناسته گټوره بللې وه او د بلې ناستې له‌پاره یې د چمتووالي خبره هم کړې وه. لویدیځې رسنۍ وايي، امریکا غواړي چې کلي او لرې پرتې سیمې طالبانو ته پرېږدي او د افغانستان د دفاع وزارت ځینو لوړپوړو چارواکو د دغې طرحې مخالفت هم کړی دی.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې لیکلي، د افغانستان له ۴۰۷ ولسواليو څخه ۲۰۹ يې په بشپړه توګه د دولت تر کنترول لاندې دي او ۵۹ يې د طالبانو په لاس کې او په ۱۱۹ ولسوالیو کې جګړه روانه ده. خو حقیقت دادی، چې طالبان د افغانستان پر ۷۲ سلنه خاوره واک لري او ډېرې کمې سیمې د دولت تر لاس لاندې دي او یا د ولسوالیو یوازې مرکزونه له حکومت سره دي او نورې سیمې یې له طالبانو سره دي.

که چېرې طالبان د افغانستان پر ډېره خاوره واکمن نه وای، نو اوسني حکومت به د ډاکټر نجیب د حکومت د ناکامې تجربې ډېرې بدې پایلې لرلی وای، خو د طالبانو په موجودیت کې د پاټکیانو بیا فعالېدل یوازې خوب دی، ځکه اوس طالبان د هېواد په مرکزي، سویلي، لویدیځ، ختیځ او شمال کې بشپړ واک لري او طالبان هغه څوک دي، چې د دوی ټغر یې یو ځل مخکې هم ټول کړی و.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close