اشرف غني المان ته ورسید

کابل ټکی کام (۲۲ سلواغه ۱۳۹۴ل) فرید احمد
جمهور رئیس اشرف غني نن ماسپښين د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د دوه پنځوسمې دورې (مونیخ امنیتي کنفرانس) کې د ګډون لپاره د المان مونیخ ښار ته رسیدلی دی.
د جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې راغلي دي چې جمهور رئیس غني په دې دوه ورځني سفر کې (د مونیخ امنیتي کنفرانس) کې د افغانستان د روان امنیتي وضعیت په اړه وینا وکړي او د ملکونو له سرانو سره به لیده کاته هم ترسره کړي.
د راپورونو پر اساس پدې کنفرانس کې به د نړی سیاسي څهرې او د نړیوالو سازمانونو مشران هم ګډون وکړي چې د تروریزم سره په مبارزه، د مهاجرینو په بحران، په منطقوي ثبات، د ناټو په آینده وضعیت او په اقلیمي امنیت باندې بحث وکړي.
له جمهور رئیس سره پدې سفر کې د بهرنیو چارووزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت شورا مشاور محمد حنیف اتمر، او د جمهور رئیس مشاور ډاکټر همایون قیومي ملتیا کړې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close