اشرف غني او عبدالله په جلا جلا الوتکو کې سویس ته تللي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۵)

د ملي یووالي حکومت دواړه مشران د جینوا کنفرانس کې د ګډون په موخه  سویس هیواد ته تللي.
اجرایه رئیس ډاکټر عبدالله تیره ورځ دې غونډې ته روان شوی و او اوس د غونډې تالار ته رسیدلی ،خو اشرف غني بیا نن د تګ تکل کړی او ټاکل شوې ده چې په سبانۍ غونډه کې به دواړه مشران ګډون وکړي.

د ارګ چارواکي وایي چې غني به په دې غونډه کې وینا هم وکړی او ترڅنګ به یې نړیوال وهڅوي څو افغانستان ته توجه زیاته کړي.
ټاکل شوې چې ولسمشر غني به د دې غونډې په حاشیه کې د یو شمیر هیوادونو له استازو سره هم دوه اړخیزه کتنې ولري.

ویل کیږي چې په دغه کنفرانس کې به له افغان لوري څخه د مرسته شویو پیسو د حساب د غوښتنې ترڅنګ د اداري فساد د مخنیوي او یو لړ نورو موضوعاتو په هکله  ارزونې هم ترسره شي.
په کنفرانس کې پر افغان سوله هم بحث کیږي او ښایي د کنفرانس کلیدي موضوع وي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close