اشرف غني “بلخ“ ته تللی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۳)

د ملي یووالي د حکومت مشر اشرف غني بلخ ته تللی او ټاکل شوې څو په دغه ولایت کې د یوه روغتون د افتتاح تر څنګ د یاد ولایت له خلکو سره د عام المنفعه او رغنیزو چارو په برخه کې ځینې ژمنې هم وکړي.
د ارګ ویاند هارون چخانسوري په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د جمهور رئیس په مشرۍ پلاوی چې په کې رولا غني او د کابینې یو شمیر وزیران شامل دي په بلخ کې به له مختلفو اقشارو سره لیدنې کتنې وکړي.
چخانسوري وایي، د ولسمشر په پروګرامونو کې د ۳۶۰ نسایي ولادي روغتون افتتاح، د بلخ د سیمیزو امنیتي او ملکي چارواکو سره لیدنه کتنه،دغه راز د ښځو سره ځانګړې غونډه او د بلخ له نفوذي مشرانو،د پوهنتون او مکاتبو له استادانو او د رسنیو او مدني ټولو سره ځانګړې کتنې په پام کې نیول شوې.

چخانسوري زیاتوي؛ولسمشر به د بلخ د یو شمیر ولسوالیو له ولسوالانو سره هم وګوري او تر څنګ به یې له سوداګرو او صنعت کارانو سره هم یوه غونډه وکړي.
همداراز اشرف غني به په یاد سفر کې د شاهین قول اردو له افسرانو او منسوبینو سره هم کتنه ولري.
د ولسي جرګې وکیلانو ولایاتو ته د ولسمشر وروستي سفرونه بې ګټې بللي او دا یې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د نوموړي د کمپاین کولو هڅه بللې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close