اشرف غني به په همدې اعدامونو اعدامیږي

سرلیکنه

 تیره ورځ چې اشرف غني دشپږو تنو زندانیانو داعدام حکم لاس لیک او هغوې دڅرخي پله په زندان کې په داروځړول شول، د دریو ورځو پورې چې ارګ ته ددې زندانیانو دوسیې وروړل شوې وې شاید ښه سوچ ېې پرې  کړی وي کیدې شي دځنو ملګرو او نږدې دوستانو سره ېې هم پدې اړه مشوری کړې وي خو کله چې هم دملي یووالي حکومت ته داډول مسئله راپیداشي بیا ارګ او سپینه ماڼۍ سره غوږ په غوږ شي.

سپینه ماڼۍ دهغه څه پریکړه وکړي کومه چې ېې دافغانستان په اړه دریځ او جوړه شوې پالیسي وي دسپینې ماڼۍ دمشورې نه ورسته پریکړه اعلان شي.

همداحال دعراق داعدام شوي واکمن صدام حسېن هم و یو وخت دبغداد او سپینې ماڼۍ ترمنځ هم داډول مسئلو باندې غور کیده، لیکوالو او شناندو ته به یاد وي ، په عراق کې  دصدام پرخلاف کردانو په ۱۹۸۲م کې د  صدام پرخلاف پاڅون وکړه دپاڅونوالو شمیره ورځ په ورځ زیاتیده صدام دسپینې ماڼۍ سره مشوره وکړه سپیڼې ماڼۍ دکردي پاڅونوالو پرخلاف دکیمیاوي وسلو داستعمال امر ورکړ، صدام دکردستان په حلبچه کې ۵۰۰۰ تنه ، چې واړه ماشومان هم پکې و په کیمیاوي موادو ووژل ، له هغې وروسته ېې دایران سره په اته کلنه جګړه کې پرایراني عسکرو دکیمیاوي موادو داستعمال امر ورکړه، صدام هغه هم وکړل، دصدام په خپل اعتراف پرکویت باندې دیرغل مشوره هم ورته امریکاورکړې وه او بیا ټولې نړۍ ولیده چې سپینې ماڼۍ دکردانو او نورو وژنو په تور پرنیول شوي صدام داعدام امر وکړ.

دبغداد وروستي له منځه تلونکي وزیر رمضاني له زنداني کیدویوه  ورځ دمخه، اعتراف وکړ چې داهرڅه پرصدام سپینې ماڼۍ وکړل ، اوس داشرف غني هم همدا حال دی، داعدامونو په څیر نورو موضوعاتو کې هم له سپیې ماڼۍ مشورې اخلي ، خو همداسپینه ماڼۍ به ېې دمشورو ورکولو وروسته ددي اعدامونو اونوروجرمونو، چې مشوره ېې ورکوي راګیر کړي سپینه ماڼۍ به بیا دعراقیانو په څیر افغانان خوشحاله کړي چې ستاسې داولادونو قاتل مو درته اعدام کړ.

صدام هم دسپینې ماڼۍ په مشوره لکه اشرف غني چې دشمالي ټلوالې ، اونورو یارانو په مشوره ېې زندانیان اعدام کړل عمل کاوه ځکه خو وایو چې اشرف غني دې هم دصدام په څیر داعدام انتظاروباسي.

اشرف غني باید دخپل ولس ژوند دولس په رایه کې وویني نه دسپینې ماڼۍ په مشوروکې ، هغه څه وکړي چې باید ولس ترې رضاشي هغه چاچې په زور او ظلم پرسرونوحکومتولي کړیده  او د هغوې په اعدامونوکې ېې خپل ژوند لیدلې هغو سرخوړلی دی، حکومت په سرونو نه بلکه په زړونوکیږي .

هغه هېواد کې چې عدل وي ټول امورېې په عدالت سره فیصله کیږي که کوم مجرم ته په کړي جرم سزا یا چې په حقیقي محکموکې په اعدام محکوم شوی وي په هغه اعدام کې دولس ژوند وي خو په داډول محکموکې دیو تن اعدام دولس داعدام په معناوي، په دا ډول له فساده ډکه اداره کې اعدام دولس دبقا لپاره نه دی دولس دفنا لپاره دی، هغه څوک چې دولس درایو برخلاف کړنې وکړي هغه بیا خپله دفنا په لورې روانیږي، لکه څرنګه چې صدام په اعدامونو اعدام شو داډول دې اشرف غني هم دصدام دبرخلیک انتظار وباسي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close