اشرف غني: تر اوسه مو له طالبانو سره هیڅ خبرې نه دي کړې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۵)

په داسې حال کې چې د ملي یووالي د حکومت چارواکي او د سولې عالي شورا له طالبانو سره له نږدې تماسونو خبر ورکوي او زیاتوي چې د طالبانو ځینو کسانو ورسره د روغې جوړې سر ښورولی، د ملي یووالي د حکومت مشر نن دا خبرې رد کړې او زیاته یې کړه چې تر اوسه یې له هیڅ طالب مشر سره خبرې نه دي شوې.
ولسمشر غني چې نن د عالمانو او سولې شورا ګډې غونډې ته خبرې کولې سولې تیاری وښووده او زیاته یې کړه چې د طالبانو د ټولو معقولو غوښتنو منلو ته تیار دی.

نوموړي په هیواد کې د بهرنیانو د جګړیز حضور په تړاو چې طالبان یې د روانې جګړې عامل بولي، څه ونه ویل، خو تر دې څو ورځې وړاندې یې د هغوی شتون یوه اړتیا بللې وه.

نوموړي وویل؛  له طالبانو یې د سولې غوښتنه کړې خو لا یې مخامخ خبرې او یا هم کومه اړیکه ورسره نه ده نیولې.

اشرف غني د طالبانو له خوا د اختر په شپو او ورځو کې درۍ ورځنی کامیاب اوربند وستایه او څرګنده یې کړه چې دا ډول پریکړه آسانه کار نه ده.

غني د علماؤ له ناستې هم دفاع وکړه او ویې ویل، چې یادو علماؤ د سولې فتوا ورکړه، نه دجنګ، نو په خبره یې چې باید ومنل شي.
هغه یوځل بیا پر بین الافغاني مذاکراتو ټینګار وکړ، او له طالبانو یې وغوښتل چې وسلې پر ځمکه کیږدي، له مخالفتونو لاس واخلي او د ده په مشرۍ نظام او اساسي قانون ومني.

باید وویل شي چې طالبان له پیله له امریکا سره په مخامخ خبرو ټینګار کوي او زیاتوي چې له بې صلاحیته جهتونو سره په مذاکراتو وخت نه ضایع کوي.

طالبان تل د مذاکراتو رسمي آدرس د قطر دفتر ښيي او د حکومتي چارواکو هغه ادعاوې چې ګواکې د دې ډلې  د مختلفو سطحو له مشرانو سره یې  د سولې په تړاو اړیکې ګرمې ساتلې ، پروپاګند او ناسمې ادعاوې بللې او رد کړې یې دي .

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close