اشرف غني دهمکارۍ کچکول تر رحمانوفه ورساوه

سرلیکنه

ولسمشر محمد اشرف غني بیاله  هېواده ووت ارګ وايي دتاجکستان ولسمشر امام علي رحمانوف ورته دورتلو بلنه ورکړیده ، داشرف غني سره یوشمیر لوړ رتبه چارواکي هم دسفرملګري دي ، ارګ په خپله خبرپاڼه کې وايي ولسمشر به دتاجکستان دجمهور ریئس امام علي رحمانوف نه علاوه دهغه هېواد دیوشمیر نورو لوړرتبه چارواکو سره هم وګوري او هم به تاجکستان کې دپوهنتون محصلینوته وینا وکړي .

دولسمشر سره پدې سفر کې دبهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، دانرژۍ وزیر علي احمد عثماني، لوی څارونوال فرید حمیدي او دبریښنا دشرکت رئیس قدرت الله دلاوري شامل دي.

څومیاشتې دمخه دتاجکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ دانرژۍ دوزیرانو ترمنځ دهمکاریو هوکړه لیک شوی وچې دقرغزستان او تاجکستان دبریښنا لیږد به دروانې ميي میاشتې په ۱۲مه په رسمي توګه پیلوي. خویادو هېوادونو او هم بریښنا وزارت پدی اړه څه یادونه نده کړي .

ولسمشر دجمهوري ریاست دانتخاباتو په کمپاین کې دولس سره وعدې او ژمنې کړې وې چې دواک په صورت کې به لومړیتوب اقتصاد ته ورکوي خو دادې له واکمنۍ دورځې نیولې تر ننه پورې ېې دولس لپاره یوه ډبره په بله وانه ړوله چې دجګړو ځپلي اولس  کا راو روزګار پرې برابر شي .

ولسمشر تر شلو زیات دهمکاریو لاس لیکونه دنورو هېوادنوسره لاس لیک کړل خو یوه هېواد هم دهېواد څه چې یواځې دکابل دښار لپاره ېې هم بریښنا برابره نکړه ، یو حکومت چې دحکومتولۍ چارې دسوال په بریښا سرته رسوي  دهغه حکومت به داحال وي لکه زموږ هېواد چې دوه اونۍ په تیاره کې ډوب و.

افغانستان له ۱۳۳۵نه تر۱۳۴۲هجري پوری له اقتصادي ستونزو سره دومره لاس او ګریوان و چې هرګاوانډي او دسیمې هیواد ته دهمکارۍ اړ و دهمدې اقتصادي ستونزې دحل او شریکې دیپلماسۍ لپاره په ۱۳۴۳کال دثور دمیاشتې په یوولسمه دمجارستان سره ېې دشریکواقتصادي همکاریو موافقه وکړه چې ددواړه هېوادونو افغانستان او مجارستان ترمنځ به دسفارتونو په وسیله دګډ اقتصاد او همکارۍ دوام صورت ومومي  .

ددې ترڅنګ تاجکستان چې هغه مهال دپخواني شوروي اتحاد ریاست وپه ۱۳۴۳کال دسرطان په اتلسمه دوخت دشوروي اتحاد او افغانستان ترمنځ دانرژۍ موافقه وشوه په موافقه کې دافغانستان او شوروي اتحاد ترمنځ د دریای پنج او دریای آمو داوبو یادونه شوې وه چې دواړه لورې افغانستان او شوروي اتحاد ترې ګټه اخستلای شي.

داموافقه په کابل کې دشوروي اتحاد سفیر انتونوف او دبهرنیو چارو دوزارت مرستیال نوراحمد اعتمادي لاس لیک کړه، اوس چې اشرف غني امام علي رحمانوف ته داقتصادي او ګډې همکاري دموافقې لپاره ورغلی دی دانده څرګنده چې دنورو هېوادنوپه څیر زړه ماتی به راځي او که رحمانوف به یی خالي کچکول له همکاریو ورډک کړي .

دهمکاریو ډک کچکول هغه ته ویل کیږي چې په هېوادکې دهمکارۍ په موافقه امن راشي او که دنورو هېوادنو په څیر سره دهمکاریو سره سره بیاهم نا امني دیوې ورځې نه بلې ته زیاتیږي نو رحمانوف ته وروړی کچکول هم خالي ګڼلی شو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close