اشرف غني دې له ټولو هېوادوالو بخښنه وغواړي

سرليکنه

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ”غوڅ ملاتړ ماموريت“ او افغان هوايي ځواکونو د فراه په ګډون د هېواد په ګڼو سیمو کې پر ښاريانو بل جنګي ماموريت پیل کړی او ملکي وګړي ترهدف لاندې نيسي، اشرف غني د کندز پر مدرسې د بمبار له امله بخښنه غوښتې ده.

دوه مياشتې دمخه د  کندز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې افغان ځواکونو يوه دينې مدرسه، په داسې حال کې چې په مدرسه کې د طالب علمانو د فراغت مراسم ترسره کېدل، تر بمبار لاندې ونیوله. تر دېرشو زيات ماشومان یې شهيدان او تر يو پنځوس زيات یې ژوبل کړل.

 دفاع وزارت هغه مهال په ډېره سپين سترګۍ سره ويلي و چې په دې برید کې د طالبانو ”مهم کسان“ وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د کندز ولايت د دشت ارچي پر مدرسه د افغان هوايي ځوکونو لخوا د شوي بريد او پکې د مدرسې د طالبانو په شمول د نورو ملکي وګړو په شهادت له کندزوالو د اشرف غني بخښنه غوښتل په ټول هېواد کې د افغان او امريکايي ځواکونو لخوا په شویو بمباريو کې د ولسي وګړو وژنې ثابتوي.

د تېر حمل يا وري د مياشتې په ١٣مه، د ارچي پر مدرسه د شوي بريد په اړه يوناما په خپل راپور کې ليکلي و، ”کره مالومات په لاس کې لري چې په کندز کې ولسي وګړي بمبار شوي، او شايد تر ښول شویو کسانو یې قربانيان زيات وي.“

اشرف غني وروسته تر هغه له کندزيانو بخښنه وغوښته چې دفاع وزارت د کندز د پيښې په اړه د ملګرو ملتونو لخوا ورکړل شوى راپور رد کړ او دا راپور یې بې بنسټه وباله.

دفاع وزارت:بیاهم وایو، د دستاربندۍ په غونډه کې ټول وژل شوي کسان ،طالبان و

 له دې دا څرګنده شوه چې دفاع وزارت په ټولو کړنو سترګې پټوي، خو د کندز پر پېښه یې سترګې پټې نه کړاى شوې، ځکه خو اشرف غني بخښنه وغوښته.

اوس چې پر ولسي وګړو له بمبار او ملکي وژنو پرده پورته شوه، اشرف غني بايد له ټولو هېوادوالو بخښنه وغواړي، او دا حقيقت تسليم کړي چې افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډه سره تل ملکي وګړي وژلي او سترګې یې پرې پټې کړې دي.

له کندزوالو د اشرف غني بخښنې غوښتلو دا هم ثابته کړه چې دفاع وزارت تل خپل ولس ته درواغ ويلي دي. د کندز پېښه کې ټول کندز ولايت، د ملګرو ملتونو راپورونو او پخپله په دفاع وزارت کې د همدې پيښې يو شمېر عاملينو د ولسي وګړو وژنه تائيدوله، خو دفاع وزارت تر هغو ترې انکاري ؤ تر څو چې اشرف غني له کندزوالو بخښنه غوښتله.

دا دی، اوس په فراه ولايت کې هم امريکايي هوايي ځواکونو د طالبانو په مقابل کې له ماتې ورسته بمبار پیل کړی دى او ملکي وګړي بمباروي. افغان او بهرني ځواکونه په فراه ولايت کې پرته له بمباره بله لار نه لري او ملکي ښاريان تر بمبار لاندې نيسي.

بيا به د فراه ولايت د لاسه ورکولو وروسته اشرف غني له فراه والو بښنه غواړي چې په هوایي بمبار کې یې ملکي وګړي وژلي دي. ښه دا ده چې اشرف غني له ټولو هېوادوالو بخښنه وغواړي او نور د خپل ناکام او نامشروع حکومت د دوام لپاره د ولسي وګړو له وژنو لاس واخلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close