اشرف غني د ببرک کارمل په جامه کې!/ بدرالدین ابدال

له بده‌مرغه افغانستان په هره پېړۍ کې هر ډول واکمنان ازمايلي، چې ځینې یې ډېر ویاړلي خلک وو، خو ځینې یې د تاریخ تورې څېرې دي. پر افغانستان د خلقیانو، پرچمیانو او کمونستانو د واکمنۍ ټول مشران د روسیې ښکاره غلامان وو. خو ببرک کارمل پکې ډېر پست او ذلیل انسان و.

د روسیې ـ افغانستان د اړیکو نه د خرابولو په خاطر یې هر ډول رذالت قبول کړی و او د سره پوځ لښکرې هم د همدغه کارمل په بلنه افغانستان ته راغلې وې، چې د لسو کلونو په موده کې یې یو جوړ افغانستان په ابدي کنډواله بدل کړ او میلیونونه شهیدان، معیوبین او مهاجر یې تر شاه پرېښودل. کارمل د روسانو پر ټانگ سپور کابل ته راغی او بېرته د روسانو په ټانگ کې مسکو ته ولاړ.

د اشرف غني توپیر له کارمل سره دومره و، چې د امریکا د یرغل پر مهال دی هم په امریکايي الوتکه کې راغی. سمدلاسه د مالیې وزیر شو، وروسته د کابل پوهنتون رییس شو او د کرزي د واکمنۍ په وروستیو کې یې له ناټو د لېږد د بهیر مشري ور په غاړه شوه.

اشرف غني د ۱۳۹۳ل کال په ټاکنو کې له عبدالله عبدالله سره مخ و. په لومړي پړاو کې ټاکنې بې پایله اعلان شوې، ځکه دواړو ۵۰+۱ رایې ترلاسه نه شوې کړی، خو په دویم پړاو کې یې ټاکنې وگټلې او پایله یې اوسنی گډ حکومت شو، چې د امریکا په سفارت کې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان‌کېري په لاس دغه ډول بې‌جوړې حکومت جوړ شو.

اشرف غني د ټاکنو پر مهال لسگونه ځلې ویلي وو، چې سوله کوم، سل ورځو کې د افغانانو په دسترخوان کې تغیرات راولم، افغانستان د منځنۍ اسیا په سوداگریز مرکز بدلوم، پنځه میلیونه کاري فرصتونه برابروم، په پنځو کلونو کې به دومره برېښنا تولید کړم، چې په سلو کلونو کې نه وه تولید شوې، خو د څلورو کلونو په تېرېدو هر څه سرچپه روان دي. طالبان د افغانستان پر ۷۲ سلنه خاوره حاکم شول، د واک په دویمه ورځ یې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ، له نیمايي ډېر افغانان په لوږه ویده کېږي، هره ورځ سلگونه ځوانان د بې کارۍ له امله اروپا او اسیايي هېوادونو ته روان دي، د داعش پروژې ښه پرمختگ وکړ، زرگونه لوستي ځوانان بې کاره گرځي، له سولې یې یوازې پروژه او د خلکو د غولولو وسیله جوړه کړې، ولایتي سفرونو کې هماغه د ټاکنو د کمپاین د وخت شعارونه زمزمه کوي او د امریکايي بمباریو پر وړاندې یې له لومړي سره مرگونی سکوت اختیار کړی دی، چې دغه سکوت یې تراوسه ساتلی دی.

تاسې له ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۱۸ کال پورې د ارگ رسمي پاڼې وگورئ، چې په ارگ کې د عادي غونډو په اړه یې هم بشپړ راپورونه خپاره کړي دي، خو د تېرې اوونۍ د ننگرهار، پکتیا او د کندوز د بمباریو په اړه هېڅ هم نه وايي او د حکومت غبرگو مشرانو پرې غبرگ غوږونه کاڼه کړي دي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې امریکايي الوتکو درې کورونه بمبار کړل، چې شل تنه ماشومان، ښځې او سپین ږیري یې شهیدان کړل، خو ارگ لاتراوسه چوپ دی. اشرف غني تر دې حده ذلیل دی، چې د خپلو خلکو سره یوه خواخوږي هم نه شي کولی او یا اقلاً دومره ووايي، چې د دې پېښې څېړنه به وکړي، گنې دی خو په لویدیځه نړۍ کې د طبیعي پېښو په هره پېښه خواشیني ښيي او له ارگه غبرگې اعلامیې هم خپرېږي.

اشرف غني او حکومت دې ته اوس هم خوشحاله دی، چې ناټو ورسره د راتلونکو پنځو کلونو له‌پاره نږدې ۲۰ میلیارده ډالر مرسته کړې او امریکا به یې د ژوند تر اخیري سلگۍ پورې ملاتړ کوي، چې د دوی دغه جگړه روانه وساتي او د اشرف غني، عبدالله او د لویدیځې نړۍ گټې په کې خوندې شي او دوی له ذالالت ډک واک وچلوي.

د ببرک کارمل قبر تراوسه معلوم نه دی، ځکه جسد یې طالبانو راوویست او د امو سیند ته یې واچوه. د ده جسد سره به راتلونکی نسل له دې هم بدتر چلن وکړي او کېدای شي یا یې د هندوانو په رسم رواج وسوځوي او ایرې یې واشنگټن په ډالۍ کې ولېږي، چې ستاسې د خادم ایرې په خپله خوندې کړئ.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close