اشرف غني د خپل یو اړخیز اوربند د پای اعلان وکړ

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۹)

که څه هم د طالبانو د اوربند د پای ته رسیدو سره همهاله په ځینو ولایاتو کې د دولتي ځواکونو یو شمیر هوایي او ځمکني عملیات ترسره شول،خو د ملي یووالي دحکومت مشر نن د خپل اوربند د پای اعلان وکړ او خپلو ځواکونو ته یې د تهاجمي عملیاتو رسمي اجازه ورکړه.

اشرف غني یوځل بیا د طالبانو اوربند ۹۸ سلنه بریالی وباله او ویې ویل، که طالبان اوربند اعلان کړي، نوموړی هم چمتو دی چې له لسو ورځو تر یوکال پورې خپل اوربند نور هم وغځوي.

نوموړي، د خپلې ادارې په تړاو وویل، چې لوی ابتکار یې داوو، کله چې نوموړی رئیس جمهور شو هغه مهال بهرنیان له افغانستان څخه په تیښته و ، خو اوس یوځل بیا هغوی دې هیواد ته زړه را ښه کړی.

غني زیاته کړه؛ امریکا پخپله تګلاره کې د نظامي قوت کارونه هم د سولې لپاره او همدا راز د با ثباته او امن افغانستان لپاره کوي.
هغه له وسلوالو مخالفینو ګیله څرګنده کړه چې ګواکې د نوموړي د سولې وړاندیز، په کابل کې د علماؤ د غونډې او د ځینو ولسي حرکتونو غوښتنو ته یې مثبت ځواب نه دی ویلی.
هغه د سولې پروسه پر څلورو کټګورویو وویشله، لومړی بین الافغاني مذاکرات، ۲ د نړیوالو او امریکا نقش ،۳ د سولې د پروسې تائید او ۴ د یادو ژمنو تطبیق او پلې کول.

غني طالبانو ته د امن سیمو د ورکړې اوازې هم رد کړې او په خبره یې چې په دې هکله ملي اجماع نشته.
غنی وویل؛ ولسونو په یوه اواز سره سولې ته زړه ښه کړ خو اوس باید د سولې لپاره د طرحو وړاندیزونه هم ورکړي.

نوموړي بیا هم د روان بندبس اصلي نقطې ته چې د امریکا په مشرۍ د نړیوالې تولنې جګړییز حضور ده، کومه اشاره ونه کړه او د بین الافغاني مذاکراتو په پیل یې ټینګار وکړ.

باید وویل شي چې د اعلان شوي یو اړخیز اوربند پر مهال د دفاع وزارت څو ځله ادعا وکړه چې د طالبانو پر مواضعو یې هوایي او ځمکني  تهاجمي بریدونه کړي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close