اشرف غني د وینو په بنیاد کې د هوساینې بنسټ ږدي

سرلیکنه

اشرف غني په دې وروستیو کې ویلي چې افغانستان به ”هیڅ وخت شاته ونه ګرځي او نه به یې شا ته ګرځېدو ته پرېږدو.“

که اشرف غني، د هغه په خپله وینا، ”افغانستان شا ته تللو“ ته نه پرېږدي، نو بیا خو تر دې شاته پاتې کېدا د افغانستان له منځه تلل دي.

په اوسني وخت کې چې افغانستان له کوم زوال سره مخ دی، تر دې بد حالت په افغانستان کې نه ؤ راغلی. په ۱۳۶۷هـ  کې د هېواد په ټولو ولایاتو کې جګړې روانې وې، په هر ولایت کې د جګړې اور بل ؤ، خو ولس په دومره کچه نه وژل کېده لکه اوس چې وژل کېږي.

که اشرف غني پر هېواد د پردیو په مټ-ساتي حکومت روان حالت ته ښه حالت وايي او شا ته تللو ته یې نه پرېږدي، نو که کلونه کلونه انتظار وباسي، په هېواد کې به یو افغان هم د هوساینې ساه وانخلي. له هره کوره چې د ویر ساندې اورېدل کېږي او هره ورځ چې له کورونو جنازې پورته کېږي، په هغه سیمه کې به څرنګه دهوساینې ساه واخستل شي؟ او اشرف اغني به څرنګه د هوساینې بنسټ کېږدي؟

اشرف غني چې د خپل ملي یووالي د حکومت خبره کوي او وايي چې همدا حکومت به د سولې، ثبات او هوساینې بنست ږدي، دې ته فکر نه کوي چې د امریکا په یرغل سره په هېواد کې د وینو بهېدو بنیاد یا تهداب ایښودل شوی دی؛ د وینو په بهېدا کې د سولې، ثبات او هوساینې بنیاد نه ایښودل کېږي.

د سولې او ثبات بنسټ په دا ډول حالاتو کې نه ایښودل کېږي په کومو کې چې، د غني په وینا، د ملي یووالي حکومت حکومتولي کوي، او د هر کال په پای کې د فساد د لیست په لومړي سر کې شمېرل کېږي.

د سولې او ثبات بنسټ په هغه نظام او حکومت کې ایښودل کېږي چې په ټول هېواد کې امن او ولس د حکومت ملاتړی وي، نه دا چې د حکومت په یوه سیمه کې دې د انسانانو سرونه د غنمو په شکل لُو کېږي، رېبل کېږي او په بله سیمه کې دې د اقتصادي پرمختګ په نوم میلیونونه ډالر ورکول کېږي.

دا مهال په ۲۵ ولایاتو کې سختي جګړې روانې دي. د نورو ولایاتو په څېر په ننګرهار کې هدفي وژنو د ننګرهار ولس یو ځل بیا خپلو کورونو پرېښودو او کډو کولوته اړ کړ.

په غور ولایت کې له ۱۳میاشتو راهیسي استادانو ته معاشونه نه دي ورکړل شوي. د نوور ولایاتو په څېر په غور کې د ښوونې او روزني دروازې تړل کېږي … او غني وايي چې په هېواد کې د سولې، ثبات او هوساینې بنسټ ږدي.

که اشرف غني د سولې او ثبات بنسټ ږدي، ښه خبره ده، خو هره ورځه د بمباریو اوعملیاتو په سیوري کې د وینو په بنیاد کې د سولې او ثبات بنسټ نه ایښودل کېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close