اشرف غني د ټاکنو کمیسیونونو مشران له دندو لرې،څارنوالۍ ممنوع الخروج کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۴)

جمهور رئیس غني د ټاکنو خپلواک کمیسیون او انتخاباتي شکایتونو رئیسان او کمیشنران له دندو ګوښه کړي او لویې څارنوالۍ پر یادو کسانو د ممنوع الخروج اعلان کړی دی.
د ولسمشرغني  په فرمان کې راغلي ،د کميسيونونو د دارالانشاه ريسانو ته دنده سپارل کيږي ،چې په موقتي توګه د نويو کميشنرانو تر ټاکل کيدو پورې د کميسيونونو د چارو څخه سرپرستي وکړي

د جمهوري ریاست په اعلامیه کې راغلي، د ټاکنو د نوي قانون د ۱۳ مادې له مخې، د افغانستان عدلیې وزارت سره ثبت سیاسي ګوندونه او د ټاکنو اړوند مدني ټولنې د دې قانون د ۱۲ مادې شرایطو سره د برابرو کسانو اسناد د سلواغې له ۲۷ څخه بیا تر اوو ورځو ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږلای شي، چې له مخې به یې د ټاکنو کمېسونونو غړي او مشران وټاکل شي.

دغه نوی قانون چې تیره ورځ د ولسمشر لخوا توشیح شو، سیاسي ګوندونونه د ټاکنیزو کمېسونونو غړیتوب لپاره یو- یو کس ورپېژني او ۱۵ کسان د مدني ټولنې لخوا معرفي کېږي.

د نوي قانون تر مخه،  که ولسمشر کاندید وي، د ولسمشرۍ هر یو کاندید به د کمېسون غړیتوب ته د وړاندیز شویو کسانو له ډلې ۱۴ کسانو ته رایې ورکوي.

چاچې ډېرې رایې واخیستلې اووه کسان به یې د ټاکنو او پینځه به یې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د غړو او دوه کسان به د دې ادارو د دارالانشا د مشرانو په توګه ټاکل کېږي.

فرمان کې راغلي،  د  ټاکنیز بهیر شفافیت لپاره په نوي قانون کې دوو بهرنیانو ته غړیتوب په پام کې نیول شوی دی، خو د رایې حق به نه لري.

همداراز  د ټاکنیز بهیر په ټولو پړاوونو کې د بایو مېټرک سیسټم کارول هم اړین بلل شوي او زیاته شوې ده چې  د ولسوالیو او کلیو شوراګانو په برخه کې چې ۲۵ سلنه څوکۍ یې ښځو ته ځانګړې شوې راغلي، که ښځې په کافي اندازه په ټاکنو کې برخه وانخلي، څوکۍ به یې تشې پاتې کېږي او بیا به ټاکنې کېږي.

په عین حال کې لویې څارنوالۍ په يوه تازه خپره کړې اعلاميه کې د ټاکنيزو کميسيونو د ټولو تازه ګوښه کړل شويو کميشنرانو ،د ممنوع الخروج کيدو خبر ورکړی، اعلاميه وايي د افغانستان عدلي او قضايي ارګانونه به په بې طرفۍ او خپلواکۍ پر ټولو کميشنرانو د لګيدلو تورونو سپیناوی وکړي.
د شنونکو په آند په داسې حال کې چې نوي کمیشنران په ټولییز ډول په فساد کې ککړ معرفي شول،  اوس نو پارلماني ټاکنې چې د دغه ټیم تر سرپرستۍ لاندې ترسره شوې دي هیڅ مشروعیت نه لري او باید بیا له سره وشي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close