اشرف غني د پکتیکا د ولایت مقام ودانۍ ۵ کاله وروسته بیا پرانیسته

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۳)

اشرف غني چې د راتلونکي واک تر لاسه کولو لپاره یې سر له اوسه منډې ترړې پیل کړې، تیره ورځ یې د پکتیکا ولایت د ولایت مقام ودانۍ پرانیسته وکړه.

دغه ودانۍ چې ۵ کاله وړاندې د والي محب الله صمیم پر مهال ګټې اخیستنې ته سپارل شوې وه، اشرف غني د دې په خاطر چې پکتیکاوالو ته یې یو نوی سوغات ورکړی وي، دغه ودانۍ یوځل بیا پرانیستله.

د پکتیکا ولایت ځایي چارواکي او خلک وایي، له څو کلنو را په دې خوا یې د ولایت مقام اړوند ټول دفترونه همدلته دي او چارې له همدې ځایه مخته وړي، خو ولسمشر د دې په خاطر چې د دوی زړه لاس ته راوړي، دا ودانۍ یوځل بیا پرانیزي.

دا لومړی ځل نه دی چې اشرف غني د خپلې راتلونکې واکمنۍ لپاره د پخوانیو پروژو پرانیسته کوي، تر دې وړاندې یې ننګرهار ته هم د یوه سفر پر مهال د زر بستريز کمپلکس روغتون د بنسټ ډبره چې څوکاله وړاندې ایښودل شوې وه، له سره کیښووده چې لا یې د کار د پیل څرک نه لګیږي.

دغه راز یې په ګڼو نورو ولایاتو کې هم ورته رغنیزې چارې چې د کرزي د واکمنۍ پر مهال پرانیستل شوې یا یې د بنسټ ډبره ایښوودل شوې وه، بیا پرانیستلې او په خپل نوم یې کړې دي.

د ملي شورا غړي وایي ، غني د حکومت په بودیجه د رسمي سفرونو تر نامه لاندې، د راتلونکو انتخاباتو لپاره سر له اوسه کمپاین پیل کړی څو په دې توګه خلک وهڅوي چې نوموړی د راتلونکو پنځو کلنو لپاره هم په واک کې پاتې کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close