اشرف غني د څرخي پله زندان کې د ۵۰ بستریز روغتون او یوه بلاک جوړولو ډبره کیښوده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۱)

جمهور رئیس اشرف غني نن یوځل بیا د څرخي پله زندان ته ورغلی او د یوه روغتون او یوه بلاک د جوړولو د بنسټ ډبره یې ایښې .
د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوی وایي، په دې لیدنه کې د کورنیو چارو او عدلیې وزیرانو په ګډون لوی څارنوال هم ګډون درلود، چې د بندیانو له استازو سره یې په تیر کې شوې ژمنې یوځل بیا تازه کړې.

مرتضوي وایي، ولسمشر د یوه ۵۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کیښووده او ترڅنګ یې د یوه بلاک د زیاتولو ژمنه هم وکړه چې شاوخوا ۳۰۰۰ بندیان به ځایولی شي
د ارګ خبر پاڼې ویلي “ د څارنوالانو او ادارې بلاک په دوه پوړونو کې جوړېږي چې ۲۴ خونې لري. دغه راز د ۲۵۶ خونو لرونکی بلاک به د ۳۰۰۰ زندانیانو د ځایولو ګنجایش او لازمې اسانتیاوې ولري“

غني له بندیانو سره ژمنه کړې چې دوسیې به یې بیا څیړل کیږي او دغه راز به د ښځینه بندیانو شمیر راکموي.

د زندانیانو په استازیتوب قاري ظفر وینا وکړه او د د بندیانو له روغتیایي ستونزو،   ، د ولایتونو زندانونو ته د یو شمېر زندانیانو د انتقال، د زندان په خونو کې د ګڼې ګوڼې د زیاتوالي، د حبس مودې تخفیف ته د توجه  او نورو بېلابېلوبرخو کې یې د زندانیانو ستونزې بیان کړې.
نوموړی داسې مهال پر دې اقدام لاس پورې کوي چې په تیر یوه کال کې ۷ تنه زندانیان د معمولي ناروغیو له امله مړه شوي،چې یواځې تیره اونۍ دوه بندیان د معمولي ناروغیو له امله په حق ورسیدل.

د څرخي پله زندان چې د ۵۰۰۰ بندیانو لپاره رغول شوی، اوسمهال په کې نږدې ۱۲ زره زندانیان میشت دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close