اشرف غني د څرخی پُله له زندانه کتنه کړې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱)

د ملي یووالي د حکومت مشر تیره ورځ د څرخي پُله زندان ته ورغلی و او هلته یې د زندان له مسؤلینو، زندانيانو او دغه راز د زندان له مختلفو برخو لیدنه کړې .

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، جمهور رئیس لومړی د ښځینه بندیانو څانګې ته ورغی او د هغوی ستونزې یې واوریدې “د ښځینه زندانیانو په استازیتوب عاقلې خبرې وکړې او ښځینه زندانیانو په ځانګړي ډول کبرسن، ماشومانو او ناروغانو ته یې د جزاګانو په تخفیف او عفوې کې د جمهوررئیس توجه وغوښته.“

ولسمشر غني د زندانیانو له استازو سره هم کتلی او هغوی ورڅخه د زندانیانو په ځانګړي ډول د سپین ږیرو او ناروغو زندانیانو ته د پاملرنې غوښتنه کړې.
که څه هم د څرخي پُله زندان څخه یو شمیر بندیانو رسنیو ته ویلي، چې جمهور رئیس ورسره ژمنه کړې “چې ستاساسو چې کومه غوښتنه وه د کبر سن/سپین ږیرو بندیانو ازادېدل؛ له اختر نه وروسته به ازاد شي؛ او د اعدامي بندیانو اعدام په عمر ابد قید بدل شو(عمر ابد قید غالبا پنځه ویشت کاله ده). او د نورو ستونزو په اړه یې خاموشي اختیار کړه؛ ویې ویل نور تفصیل نشم کولای وخت کم ده؛ خو زموږ په زړه کې ترحم ځانګړی ځای لري“

خو د ارګ خبرپاڼه کې راغلي چې د ښځینه، سپین ږیرو او ناروغو زندانیانو د ستونزو حل ته به پام وشي او زیاته یې کړه، په دې برخه کې به د قانون مطابق غور او اقدام وشي ، خو د خوشي کولو کوم ځانګړی ټکی په کې نه ترسترګوکیږي.

د ارګ خبر پاڼه وایي، جمهور رئیس زندانیانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی د ستونزو په اړه به دقت وکړي او په کومو مواردو کې چې قوانینو ده ته واک ورکړی په هغه برخه کې به اقدامات وشي او د نورو مواردو په اړه به له اړوندو ارګانونو سره د سلا مشورو په پایله کې قانوني حل لارې ولټوي.
باید وویل شي چې تر اختر څو ورځې وړاندې زرګونو زندانیانو د خپلو قانوني غوښتنو د نه پوره کیدو له امله څو ورځنی اعتصاب وکړ

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close