اشرف غني د کابينې له لوري لرې کړای شويو وزيرانو انديښمن کړی

کابل ټکی کام(۱۳۹۵ لړم ۲۳)الماس خدرخېل

ولسمشر اشرف غني د کابینې د دریو غړیو د وزراتونو نه د لرې کولوپه اړه جدي غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، چې د ولسي جرګې دغه کړنه د توجه وړ نه بولي.

د جمهوري رياست د ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په شمول د درېواړو وزيرانو لرې کول په اوس وخت کې ګډ حکومت ته مشکل کار دی.

اشرف غني د کابينې د اداري پلاوي او يو شمير نورو غړيو سره تېره ورځ په ارګ ماڼۍ کې وکتل او د یادې پريکړې په اعتراض يې ډېر دلايل وړاندې کړل.

په ياده خبرپاڼه کې له ولسي جرګې غوښتنه شوې : (کابینه چې اوس په پښو درېدلې نوره هم قوي شي او د کابینې مسؤلیت د یوه وزیر په توګه نه بلکې د ټولې کابینې په توګه په پوره وضاحت سره راتلونکې بودجه کې شامل شي).

که څه هم افغان ولسمشر ولسي جرګې ته سپارښتنه کړې وه، چې له هغو وزیرانو د باور رایه واخلي چې نه دي توانېدلي لږ تر لږه اتیا په سلو کې پرمختیایي بوديجه مصرف کړي، خو اوس يې په تازه څرګندونو کې ويلي، چې د بودجې د لګښت ستونزه ډېر پرمختللي هېوادونه هم لري او دا ډېره ستونزمنه ده چې د کابینې غړي بدل شي او هر څه له سره پیل شي.

همداراز د ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې ویلی شوي،  چې ولسي جرګه د وزیرانو له خوا د بودجې د مصرف په اړه بشپړ معلومات نه لري، نو دکافي معلوماتو تر وړاندې کولو د وزیرانو د استیضاح پروسه ځنډېږي.

وروسته له هغې د ګډ حکومت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله، د کابینې غړي، د ولسي جرګې اداري پلاوی او ولسمشر اشرف غني سره وينې، چې د ولسي جرګې له لوري د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د فواید عامې وزیر محمود بلیغ او د کار او ټولنیزو چارو وزیره نسرین اوریاخېل د انکشافي بودجې د لږ مصرف په خاطر سلب صلاحیت اعلان کړل.

بل پلو د جمعیت اسلامي ګوند رهبري شورا په یوه اعلامیه کې د صلاح الدین رباني استیضاح او سلب صلاحیت کول ناسم کار او د مشخصو کړیو سیاسي هڅه بللې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close