اشرف غني د کندوز دشت ارچي بمبار په اړه بخښنه غوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۶) د ګډ حکومت مشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د کندوز په پېښه کې د قربانيانو له خپلوانو او قريبانو سره وکتل او افغان ځواکونو له لوري پر هغوی د شوې بمبارۍ له کبله يې ترې بخښنه وغوښته.

د کندوز یو شمير مشرانو او د يادې پېښې د کورنيو غړو، له ولسمشر غني غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کې د دغه ډول پېښو مخه ونيول شوي او زياته يې کړه چې ” د قربانیانو د کورنیو د تسلیت او د عدالت د تامین لپاره دې له عاملینو سره قانوني چلند وشي.”

که څه هم د کورنيو چارو وزارت د کندوز د دشت ارچي په بمبارۍ کې د ملکيانو وژل کېدل لا هم ردوي خو د ارګ څخه خپره شوې اعلاميه کې د اشرف غني له قوله راغلي، همغه شپه يې په روغتون کې د ټپي ماشومانو له ليدو وروسته  (دفاع وزیر ته په هوایي بریدونو کې د لا دقت او د دغه وړ پېښو د مخنیوي لارښوونه وکړه.)

په اعلاميه کې د اشرف غني له خولې ليکل شوي، چې “د افغانستان حکومت او په ځانګړي ډول ملي دفاع وزارت د دغې پېښې له امله د ملکي قربانیانو له کورنیو بښنه غواړي، ځکه د فتنه ګرو او قانوني حکومت توپیر دادی چې قانوني حکومت د ملت په حق کې د شویو تېروتنو له امله بښنه غواړي.”

د روان کال په وري مياشت کې د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې افغان ځواکونو د دستاربندۍ په يوې غونډې بمبار وکړ چې له کبله يې له سلو زياتو ملکيانو ته مرګ ژوبله واړوله.

که څه هم ارګ د يادې پېښې د پلټنې او تحقيقاتو لپاره يوه کميټه ټاکلې وه خو تر دې دمه يې خپل راپور رسنيو سره نه دی شريک کړی.

نږدې يوه اوونۍ مخکې، د ملګرو ملتونو د بشر حقونو ادارې يوناما په يوه راپور کې وويل چې د کندوز په دشت ارچي کې د افغان هوايي ځواکونو په بمبارۍ کې ۱۰۷ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې يواځې ۸۱ تنه پکې ماشومان و.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close