اشرف غني: راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځان کاندیدوم

 

راپور تاژ: فرید افغان

د ملي یووالي د حکومت مشر اشرف غني د بلومبرګ نشریې ته ویلي، چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځان کاندیدوي تر څو خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.

نوموړي چې ټوله واکمني یې په جنجالونو،چنو وهلو، بې امنیتي او د امریکایانو تر مستقیم فشار لاندې تیره کړه اوس وایي چې، د خپل واک پر مهال یې د سولې د راوستلو په ګډون له خلکو سره ګڼې ژمنې کړې او اوس غواړي دا چارې په راتلونکي مشرتابه کې سرته ورسوي.
۶۹ کلن اشرف غني داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې یې له دولتي امکاناتو په استفادې سره ګڼو ولایاتو  ته رسمي سفرونه وکړل او له خلکو سره یې د ځینو پروژو د پیل ژمنې وکړې، په داسې حال کې چې د نوموړي د واک له پیله تر اوسه یوه سلنه پروژې هم نه دي عملي شوې او نه هم په دې برخه کې کوم پرمختګ شوی دی.
دغه راز د دولت له حاکمیت نه د هیواد تر نیمایي ډیره خاوره وتلې او پر مهال یې درۍ ولایتونه هم له سقوط سره مخ شول.
د دې ترڅنګ په دولت کې دننه اختلافات او د بهرنیانو پریکړې هغه څه وې، چې د غني قدرت یې تر سیوري لاندې راوستلی و.
د امنیت شورا پراخ مصارف او د دولت په بودیجه کې د میلیونونو ډالرو اختلاس، د رولاغني دفتر ته میاشتنۍ دوه میلیون ډالر تنخوا او تر څنګ یې د نوموړې له خوا د درۍ سوه میلیون ډالرو حیف ومیل کیدل، د عطانور او جنرال رازق سره جنجال چې د ارګ په دننه کې یې هم تاو را پورته شو، په تذکرو کې د افغانیت جنجال او د منلو نه منلو ترشاه د یوې لویې لوبې پیل، پر ډیورنډ کرښه معامله او پاکستان ته د اغزن تار د تیرولو رسمي اجازه ورکول، پر فاټا چوپتیا او پاکستان ته د پاکستاني طالبانو ورسپارل ،په افغانستان کې هغوی په نښه کول، له پاکستان سره د استخباراتي معلوماتو شریکول او دغه راز له دغه هیواد سره په ظاهره د اړیکو د خرابوالي ډنډورې، امریکایانو ته قضایي مصؤنیت ورکول، دهغوی له خوا په نښه شویو ملکیانو،او عسکرو پر مرګ او پر ړندو بمباریو شپنیو چاپو   خاموشي   او ولسونو ته په دې برخه کې د تروریست له عینکو کتل ، د بریښنا له وزیر سره چنې وهل او عبدالله سره تر اختلافاتو وروسته د ګډ منسجمې مبارزې د پر مخ وړلو هوکړه او ورته سلګونه او زرګونه کارونه …………… هغه څه و چې د اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت په ګرداب کې تیر شول او له لږکیو هیوادوالو پرته ترې چا ښه خاطره نه درلوده.
باید وویل شي چې له غني پرته په انتخاباتي رقابت کونکو کې تر اوسه چا د خپلې نوماندۍ خبر نه دی ورکړی ،خو ویل کیږي چې پخوانی استخباراتي مشر حنیف اتمر او د شمال ټلوالې لوړپوړی چارواکی عطانور هم دې ټاکنو ته نوماندان دي.

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close