اشرف غني سبا هند ته ځي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۷)

د جمهور رئیس غنی ویاند هارون چخانسوري رسنیو ته ویلي چې، سبا به د ولسمشر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د هند پر لوري وخوځیږي.
چخانسوري ویلي، غني به په دې سفر کې د صدر اعظم نریندرامودي سره وګوري او ترڅنګ به یې په یو لړ موضوعاتو بحث هم وکړي.
نوموړی ویلي، په پام کې ده چې جمهور رئیس به د هند په حيدر اباد ښار کې د انډيا فاونډيشن له خوا جوړې شوې غونډې ته وينا وکړي او د ګډونوالو سوالونو ته به هم ځوابونه ووایي.
چخانسوري د غني د سفر مهمه اجنډا او د مودي سره د خبرو د موضوع په تړاو څه نه دي ویلي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close