اشرف غني سياسي ګوندونه، خاصتاً حکمتيار ډنډاس کړ

تميم توفيق

اشرف غني، چې په بروکسل کې د ناټو له غونډې څخه له سياسي او دپلوماتيکي سپکاوي سره راستون شوی او له قهر او غضبه ډک و، تيره ورځ يې د سياسي احزابو په مشرانو زړه تش او يخ کړ.
په بروکسل کې غني او عبدالله ته په ډير سپک نظر کتل شوي، لومړی خو يې هيڅوک استقبال ته نه دي ورغلي او دوهم عبدالله هم ورسره ناروا کړې وه، چې په هر ځای کې د دپلوماتيکي اصولو خلاف، له غني مقدم روان، ولاړ او ناست وو.
غني په بروکسل کې و چې کابل کې د سياسي ګوندونو مشران سره راټول او د پارلمان او ولسواليو د شوراګانو انتخاباتو لپاره د غني په تيار کړي ميکانيزم يې اعتراضونه وکړل او ويې غوښتل چې بايد انتخاباتي پروسه وځنډول شي او د شفافيت لپاره يې له بايوميترک سستم څخه کار واخيستل شي، ګني دوی به يې کيسه ورخرابه کړي.
غني چې له پخوا يې هم سياسي احزابو ته زړه ډک و، د ګوندونو دغې ناروا اجتماع لا وپړساوه او بلاخره يې تيره ورځ (2018-07-16) له يو مطبوعاتي کانفرنس څخه په استفاده په ټولو، خاصتاً په حکمتيار صاحب ښه زړه يخ کړ.
حکمتيار صاحب ځکه خاص يادوو، چې د نورو په پرتله زيات د غني په سترګو ورننوځي او سره له دې چې کابل کې يې ځای پر ځای کړ، کورونه او موټر يې ورکړل، د حفاظت ضمانت يې د غني په غاړه شو، ګوندي، کورني او د ځواني کولو ټولو خرچو بار يې د غني په اوږو دی، خو بيا يې هم نمک حرامي ته ملا تړلې او د غني له خبرتيا پرته يې په خپل سر ملاقاتونه پيل کړي دي.
حکمتيار د روان ۲۰۱۸م کال د جون په ۲۵مه د افغانستان لپاره د امريکا له پخواني سفير زلمي خليلزات سره ملاقات درلود، د جون په ۲۵مه يې د پګواش د نړيوالې مؤسسې له مشر پروفيسر پاولو کوټا رامسينو او د هغو له ملګرو سره وليدل، د جولائي په ۱۰مه يې د ازبکستان د بهرنيو چارو له وزير عبدالعزيز کاملوف سره مجلس وکړ او د جولائي په ۱۱مه يې د مرکزي او جنوبي اسيا په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له مرستيالې ميرمن اليس ويلز سره وکتل او بلاخره د جولائي په ۱۵مه يې د ټاکنو د نه شفافيت په خلاف (د دوی په باور) له نورو غني ضد اشخاصو سره د کابل په سرينا هوټل کې توند او ستوغ مجلس انجام کړ.
تر ټولو بده يې لا دا چې د حکمتيار زوی (حبيب الرحمن حکمتيار) او د ګوند غړو په ډيرو مجالسو او ټولنيزو رسنيو کې دا خبره ډيره تاو راتاو کړه چې اليس ويلز حکمتيار ته ويل چې «د افغانستان د سياست پلار» دی.
د سياسي احزابو او په ځانګړي ډول د حکمتيار لخوا دغه خوا شينونکي او پارونکي حرکتونه هغه څه و چې د غني حوصله يې ختمه کړه او يو لاس ډنډاس ته يې اړ کړ.
غني په خپلو خبرو کې په سواليه انداز ويل چې دغه سياسي ګوندونه په کوم اساس د وطن په چارو کې غږيږي، واک چا ورکړی؟، نوموړي سياسي احزاب بالکل نفی او نشت حساب کړل او ويې ويل چې دی د ولس په رايه او خپلو مغزو تر ولسمشرۍ رسيدلی او د ولس نمايندګي کوي، سياسي احزاب څوک دي چې د ولس استازيتوب کوي؟!
له دې خبرو يې مطلب دا و چې د ده په باچايي کې د ګوندونو مشران لکه د کلي ماشومان دي، چې بايد د وطن په چارو کې ګوتې ونه وهي، حکمتيار ته يې هم مسکال ورکړ، چې نه د ولس په رايه تر کابله رارسيدلی او نه په خپلو مغزو او عقل؛ نو ځکه خو بايد ځان د ولس استازی ونه بولي او د هيواد په کچه لويو کارونو کې له غږيدو ډډه وکړي.
فکر کيږي دا خبره يې هم د حکمتيار له تنخوا زياتو ملاقاتونو ته اشاره وه، چې ويل يې: زما حوصله د ډار په معنا نه ده، پرون ګوندونه سره ټول شوي و او ويل يې چې ټاکنې بايد حزبي شي، معنی دا چې هر څه کيږي، حزبونه به خلک ټاکي او ټول هيوادوال به د همدې تنظيمونو غړي وي.
غني په پای کې عموما ټولو سياسي جګړه مارانو او په ځانګړي ډول د حکمتيار کابل ورانونکو جګړو ته په کتلو د پيغور په دود وويل چې دې تنظيمونو په ۴۰ کلونو کې څه وکړل؟! دوی بايد د هيواد د ۴۰ کلن بحران ځواب ووايي.
غني که څه هم پرونيو خبرو کې تيزي وکړه، خو ګرم ځکه نه دی چې حکمتيار صاحب يې له مهرباني سوء استفاده کړې، د غني او خپلو پخوانو حريفانو سره يې لاس يو کړی او د هغه غني ولسمشر د بې کفايته ښودلو او منزوي کولو هڅې يې پيل کړې، چې دی يې په کابل کې د ارامې، ګرمې او نرمې بسترې خاوند کړ.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close