اشرف غني: غواړو طالبان د یوې ډیموکراتیکې ټولنې غړي شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۷)

جمهور رئیس اشرف غني د طالبانو سره د خبرو اترو په موخه دوولس کسیز ټیم اعلان کړی چې په وینا یې دا کسان به له طالبانو سره مذاکرات مخته یوسي.

غني د جینوا کنفرانس ته په خبرو کې ویلي

“د طالبانو سره یوه داسي د سولي موافقه غواړي چي پر دیموکراتیکو اصولو تکیه ولري، او افغان شموله وي ؛ طالبان باید د ټولو تروریستي ډلو سره خپلي اړیکي پرې کړي“

نوموړي ویلی، دغه دوولس (۱۲) کسیز ټیم د سلام رحیمي په مشرۍ دایر شوی او د حکومت په استازیتوب به د سولې خبرې مخته یوسي.

غني وویل؛ په دې ټیم کي ښځي او نارینه شامل دي، او د سولي د خبرو د چلنجونو لپاره مناسبي وړتیاوي لري چې په وینا یې د دیموکراسۍ له هیڅ لاسته راوړنې به تیر نه شي.

خو سیاسي شنونکي بیا دا ټیم نیمګړی بولي او زیاتوي، چي د ارګ په ټیم کي د قوي او پېژندل شویو څیرو نشتوالی پر دې باندي دلالت کوي چي اشرف غني نه غواړي چي سوله راشي.
یو شمیر شنونکي بیا وایي چې غني ځکه د دغه ټیم ټاکلو ته ملاتړلې چې له یوې خوا سیاسي احزاب له طالبانو سره له خبرو اترو څنډې ته وساتي ځکه په دې وروستیو کې طالبانو له سیاسي ګوندونو او د ګوندونو مشرانو له طالبانو سره خبرو ته زړه ښه کړی دی.

او له بل لوري غواړي د خلیلزاد هڅې له خنډونو سره مخ کړي، ځکه خلیلزاد نوموړی د سولې په خبرو کې څنډې ته ساتلی دی.

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close