اشرف غني: له ښځو سره زور زیاتی د مساوات حق له منځه وړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۴)

د افغانستان پر ښځینه فوتبال لوبډلې د جنسي تیریو تر تورونو وروسته ولسمشر غني ټولو حقوقي ارګانونو ته دنده سپارلې، څو دا موضوع تعقیب او په جدي ډول وڅیړي.
ولسمشر غني ویلي، دوی د یوه داسې دیموکراتیک هیواد په لټه دي چې ښځې او نر په کې په مساوي توګه خپل حقوق ترلاسه او هیڅوک پر نورو زور زیاتی او ناوړه تیری ونه کړي.
نوموړي د فوټبال پر ښځینه لوبغاړو د جنسي تیریو پیښې غندلې او پر مسؤلینو یې په دې برخه کې د روڼتیا او ځیرتیا غږ کړی دی.
ولسمشر داسې مهال دا غبرګون څرګندوي چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د فوتبال فدراسیون پر ځینو ښځینه لوبغاړو د جنسي تیریو ادعاوې وشوې او دې خبرې نړیوال پوښښ ترلاسه کړ.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close