اشرف غني مټیس ته؛ هڅه کوم پر امریکایانو د نفوذي بریدونو مخه ونیسم

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۶)

نن د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس او لوی درستیز جوزف ډنفورډ کابل ته په یو ناڅاپي توګه راغلي او د ولسمشر غني په ګډون یې له ګڼ شمیر افغان چارواکو سره کتلي.
د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوری وایي، مټیس له افغان چارواکو سره د سولې ، انتخاباتو او روان وضعیت په اړه مفصلې خبرې کړې.

دغه راز مټیس د افغان ځواکونو د تشکیلاتو ارزونه کړې او تر څنګ یې د ملي وحدت په حکومت کې پر اصلاحاتو ټینګار کړی.
د ارګ خبرپاڼه وایي، مټیس د ټرمپ د جګړیزې پالیسي د ارزونې تر څنګ د افغان ځواکونو د پیاوړتیا ژمنه هم کړې.

د امریکا غږ یو خبریال چې د مټیس د سفر ملتیا کوي، ویلي، مټیس د افغان ځواکونو په لیکو کې د طالبانو د نفوذي کسانو په تړاو اندیښنه ښوودلې او ویلي یې دي چې دا ډول کسان زیاتره وخت پر خپلو بهرنیو روزونکو او همکارانو ټکان ورکونکي بریدونه کوي.

نوموړی وایي، جمهور رئیس غني جنرال مټیس ته ویلي، چې د داخلي بریدونو د مخنیوي لارې چارې لټول یې د حکومت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري او پرې به نږدې څو امریکایی ځواکونو ته تلفات ورسیږي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې پر امریکایي ځواکونو نفوذي بریدونه زیات شوي چې بهرنیانو ته یې د سر دروند زیان اړولی.
د ویلو ده چې جمهور رئیس غني په ځلونو ټینګار کړی چې افغان ځواکونه د نړیوال امنیت د خوندیتابه لپاره قرباني ورکوي او امریکایي چارواکو هم په تکرار سره ویلی چې په افغانستان کې حضور یې د واشنګټن د امنیت لپاره دی تر څو په سیمه کې امریکا ته متوجه ګواښونه په ښه توګه تر څار لاندې ونیسي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close