اشرف غني وايي د افغان ځواکونوکندز کې ناړوه چلند کړی

(کابل ټکی کام :دوشنبه،تله۱۳ ،۹۴ ۱۳ل)

د ملي ایتلاف ولسمشر غني ويلي دي، کندز نه د افغان پوځ په اړه دوي ته ډېر شکایتونه را رسېدلي دي .

د ارګ نه په یوه خپاره شوي خبر کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي دي، چې کندز ولایت کې د ورستیو عملیاتو پرمهال امنیتي ځواکونو ته د ځينو منسوبو کسانو د ناوړه چلند او د خلکو د وهلو او ځورولو په اړه ورته شکایتونه رسیدلي دي، آن تردې پورې چې د افغان محلي پولیسو له لوري د جنسي تېریو او دخلکو څخه د پیسو اخیستو شکایتونه هم رسېدلي دي .

دغه راز ولسمشر غني کابل کې ولایتي امنیتي مسؤلینو ته په یوه ويډيو کانفرس کې دغه خبر تکرار کړې ده .

همدا رنګې خبر پاڼه زیاتوي چې، غني د خلکو وهل، ځورول او له هغوی سره ناوړه چلند د هېواد د نافذه او نړیوالو قوانینو خلاف بللي او د مخ نيوي آمر يي صادر کړی دی .

ولسمشر غني همدارنګې ویلي دي چې د وسله والو طالبانو څخه د امنیتي ځواکونو توپیر دا دی چې دوې ټول قوانین مراعتوي، د خپلو مشرانو فرامين په کلي ډول سره تطبیقوي : نو له همدې امله په ولس کې يي د باور او ډاډ فضا را ستلې ده .

حماس افغان

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close