اشرف غني واک ویشي که واک ساتي!

تبصره

دوه کاله د مخه چې اشرف غني او ډاکټر عبدالله د انتخاباتو په  پایلو سره ناندرې ووهلې او د حکومت پر پوستونو پچه واچول شوّه ډاکټر عبدالله بیاهم پرې رضانه و،  چې تر ډیره د کابل لوی ښار بې ښارواله  ساه اخستله، دې اختلافاتو حکومت دبې باورۍ سره مخ کړ.

اوس اشرف غنی ته د جمعیت ګوند په مشرۍ عطامحمد نور بډې را وهلي او ګواښي ېې که واک ورسره شریک نه کړي  نو سره د سلاکارانو به یې له ارګه باسي .

اشرف غني د مخه له ډاکټر عبدالله ویره درلوده؛ خو د عبدالله مخه نور  ونیوله او د جمعیت په نمایندګۍ یې د اشرف غني سره د حکومت د ویش پر سر خبرې پیل کړې، اشرف غني ته د عبدالله په بې باوره کیدو یو څه ډاډ حاصل شو.

د اشرف غني د عطامحمد نور سره په واک ویشلو کې اهم غرض دا دی چې د ګلبدین حکمتیار سره د سولې په اړه هم تر فشار لاندې و، چې دا فشار اشرف غني ته ګټور تمام شو، د حکمتیار په مقابل کې ورته اشرف غني پخوانی سیال چې د ارګ پر سر یې درې کاله سره وډزول جمعیت مخ ته ودراوه.

اشرف غني ځان د عبدالله ، دوستم او حکمتیار درې واړو څخه بې غمه کړ، یواځې ننداره به یې  کوي چې د درې واړو به منځ کې په واک اشرف غني د ویشلو په نامه له ځانه سره ساتي.

له څو اوونیو راهیسې د جمعیت اسلامي د ګوند اجرايي مشر  چې د بلخ سرپرست والي هم دی نیغ په نیغه له ولسمشر محمد اشرف غني سره د واک دشریکولو او سیاسي برخو په اړه  په خبرو بوخت دی.

تر اوسه لا دوستم د حکومت د واک د ویش په اړه څه نه دي ویلي، هغه د ډاکټر عبدالله او عطانور  سره په حکومت کې قدم وهي؛ خو د حکمتیار سره به یوځل بیا د تیر په څیر به غیرمستقیم ډول ډغرې ووهي، چې د حکمتیار ګوند به نه جګړه کولای شي او نه به ورته منل شوي پوستونه له لاسه ورکولای شي.

که د عطانور سره واک وویشل شي امکان لري په بې اعتباره کړل شویو وزیرانو کې صلاح الدین ربانی یوځل بیا د واک په ویش کې رامنځ ته شي او عطانور هم په صلاح الدین رباني رضاکیږي؛ خو ډاکټر عبدالله ته په ګرانه شي چې د دوستم، حکمتیار، نور  او اشرف غني څلور واړو په ویش کې ورته د خپلې خوښې وزارت ورسیږي .

که نور  له عبدالله سره ښه کوي او د بهرنیوچارو وزارت عبدالله ته په پلو کې واچوي، ځکه  د ګډ حکومت په ویش کې د باندنیو چارو وزارت د عبدالله ونډه وه.‌ بیاهم جمعیت ګوند په ګټه کې دی ځکه له لاسه تللی د بهرنیوچارو وزارت به بیا لاس ته ورشي  چې ډاکټر عبدالله ته بیاه ګټوره ده .

د افغانستان د ملي امنیت پخواني‌ مشر امرالله صالح په وینا، چې د غني او عطا خبرې به په ګډ حکومت کې د اصلاحاتو او همپالنې د ډلې تله نوره هم درنه کړي  دغني له پاره په ګټه تمامیږي، خو حکومت به له دوه ګونۍ څخه څلورګونۍ ته ورسیږي  چې امکان لري د ډيرو قصابانو په پایله کې ددې حکومت چارې تمامې شي.

اشرف غني لا له وړاندې حکومت له خپل سیاسي شریک ډاکټر عبدالله سره نیم په نیمه ویشلی او دواړو مشرانو د خپلې خوښي افراد په وزارتونو، ریاستونو، ولایتونو، سفارتونو او نورو ادارو کې ځای پرځای کړي دي.

اشرف غني خپله برخه د نورسره نه ویشي، بلکې له عبدالله به یو څه راکموي او هم به یوشمیر هغه کسان چې اشرف غني له مجبوریته له ځانه سره دحکومتولۍ لپاره ملګري کړي وو، ټیټو پوستونوته لیږي او نور ته به د واک د تلې پله برابره وي خو خپل شته واک به له ځانه سره ساتي، خو ګمان نه کوم دا وړۍ به شړۍ شي.

د ګډ حکومت په ویش کې د باندنیو چارو وزارت د عبدالله ونډه وه.‌ که چیرې ارګ او اجراییه ریاست د اوو نویو وزیرانو پر ټاکلو سلا شي، نو ښايي د باندنیو چارو وزارت بیا جمعیت اسلامي ګوند ته – او دا ځلې ښايي د دې ګوند اجرايي مشر  ته ورکړل شي.

ګډ حکومت به د شپږو نورو وزیرانو (فواید عامې، کار او ټولنیزو چارو، عالي‌ تحصیلاتو، مخابراتو، معارف او ټرانسپورټ) په بیا ټاکلو کې هم ګډه پریکړه کوي او پدې لړ کې به څرګنده شي، چې د جمعیت ګوند که ډاکټر به د انتخاب واک ولري.

اسلامي ګوند جمعیت پداسې حال کې د واک د بیا ویش غوښتنه کوي، چې ارګ پدې روستیو کې د ګلبدین حکمتیار په مشرې له اسلامي ګوند سره د سولې او سیاسي جوړجاړي تړون لاسلیک کړ.

اسلامي ګوند او اسلامي جمعیت له پیړیو راهیسې پر واک له یو بل سره، کله آن د وسله والو جګړو له لارې، سیالۍ کړي دي.

په حکومتي واک کې د جمعیت د وڼدې ډیریدل به ښايي د اسلامي ګوند حساسیت هم وپاروي؛ خو دغه ګوند به د پخوا په څیر د وسله والې جګړې اختیار ونلري. دغه ګوند د سولې په تړون کې له هر ډول وسله وال حرکت نه د لاس اخیستلو هوډ کړی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close