اشرف غني: په هیواد کې بهرنیو پوځي اجیرانو ته د فعالیت اجازه نه ورکوم

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۹)

په داسې حال کې چې د هیواد ځمکه او فضا لا هم د بهرنیو پوځیانو په لاس کې ده آن د هیواد د امنیتي قواوو د جګړو د قوماندې مشرتابه هم پر غاړه لري، جمهور رئیس غني په یوه هیښوونکې وینا کې ویلي چې د بلکواټر په ګډون به هیڅ پوځي اجیر ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورنه کړي.

نوموړي د خپلې وینا د سپیناوي په توګه ویلي

“ پوځي اجیران هغه کسان دي ، چې هیڅ ډول پوځي مسؤلیت نه لري او د پیسو په مقابل کې جګړه مخته وړي“

غني داسې مهال داخبرې کوي چې په دې وروستیو کې د امریکا د بدنامې امنیتي کمپنۍ بلکواټر ته د جګړې د سپارلو خبرونه په زیاته کچه رسنیز کیږي.
غني وایي؛ د افغانستان امنیت تر بل هرچا د افغانستان ولسونه ښه ساتلی او په دې برخه تر بل هرځواک ښه ثابتیدلی شي.
باید وویل شي، چې اوس هم د افغانستان په مختلفو نقاطو کې زرګونه قراردادي بهرنیان د امریکایي ځواکونو په لیکو کې فعالیت کوي خو ولسمشر یې د برخلیک په تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.

د یادونې وړ ده چې جمهور رئیس د خپل حکومت بقا د بهرنیانو تر پوځي شتون پورې تړي او سیاسي مخالفین یې هم دا خبر مني چې  په یوه تازه اقدام کې د بلخ پخواني والي عطانور ویلي چې که له ارګ سره د امریکایانو پوځي ملاتړ نه وي ،ارګ او ټول پرسونل یې په دریو ورځو کې نیولی شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close