اشرف غني: په واکمنۍ کې مې یواځې ۶۶ امریکایان وژل شوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۷)

د کابل ادارې مشر اشرف غني چې د جرمني په مونیخ کنفرانس کې یې ګډون کړی وایي، د افغانستان جګړه د امريکا نه ده، دلته هره ورځ افغانان د نړیوال امنیت د خوندیتابه لپاره قربانۍ ورکوي.

نوموړي وویل، له کله چې دی جمهوری رئیس ټاکل شوی یواځې ۶۶ تنه امریکایي پوځیان وژل شوي په داسې حال کې چې په همدې موده کې تر ۴۵ زرو ډیر افغان پوځیان قرباني شول.
نوموړي وویل“ امريکا تر ٢٠١٥ کاله پورې ٢٥٠٠ سرتېري له لاسه ورکړي وو، هغه مهال دامريکا جګړه وه، خو تر هغې وروسته يې يواځې ٦٠ سرتېري وژل شوي، افغانستان هره مياشت دومره قربانۍ ورکوي“
اشرف غني په افغانستان کې د امریکا له قربانیو د مننې تر څنګ زلمی خلیلزاد خپل ۵۳ کلن دوست وباله او زیاته یې کړه چې “زه اوس د افغانستان ولسمشر يم او خليلزاد د امريکا تابعيت لري او د هغوى استازى دى، اوس مو ارزښتونه جلا دي“
غني وويل، د سولې په تړاو د ده تر ټولو لومړۍ تجربه د ملي يووالي حکومت رامنځ ته کول وو،چې په وینا یې بریالۍ تجربه یې درلوده.
نوموړي له امریکا سره د ستراتیژیک امنیتي تړون څخه یوځل بیا ننګه وکړه او د لاسته راوړنو په برخه کې یې وویل چې د خپل حکومت لویه لاسته راوړنه یې دا ده چې، د لومړي ځل لپاره په ملګرو ملتونو او امريکا کې د افغانستان سفيران ښځې ټاکل شوې دي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close