اشرف غني کندز ته لاړ بلغاریا ته په څوک لاړشي؟

دکندز دښار دنیولو او بیا دطالبانو او دولتي پوځونو تر منځ چې دکندز دښار په سر جګړه وشوه ، په کندز کې ښاریانوته د اړول شوو تاوانونو او مرګ ژوبلې په اړه ډول ډول نظرونه ورکول شول؛ ځني په طالبان او ځني به په کندز کې میشت کړل شوی اربکیان ملامت بلل.

اشرف غني دکندز ښار له طالبانو څخه دبیا نیونې وروسته کندز ته دفاروق وردک په مشرۍ دحقیقت موندنی په نامه یو پلاوی ولیږه چې دکندز په ښارکې دپلټنو وروسته حقیقت څرګند اود اروښانه کړی چې هلته  اړول شوی مرګ ژوبله او لاړول شوو تاوانونو پړه دچا په غاړه ورواچول شی؛ لېږل شوی پلاوی کابل ته راستون شو خودا چې ټول تاوانونه او ولسي وګړوته ته چې داړولی شوو سپکاوو کوم تبلغ کیده هغه ټول داربکیانو اعمال ثابت شول، راستون شوی پلاوی چوپه خوله پاتې شوو. درسنیو د ډولونو مزی هم سست شول چې دطالبانو پسي به یي تبلیغات کول چې ګواکې په کندز کې دغیراخلاقي کړنو مسؤلین طالبان دي.

پدې پلمه چې دکندز دښاریانو داعترافونو او مظاهرو مخه ونيول شي او په کندز کې داربکیانو پرخلاوف پاڅون ونشي اشرف غني خپله کندز ته ولاړ وي ویل په کندز کې کړنی د دولتي ځواکونو اعمال ندی کندز ښاریانو ته يې تسلي ورکړه خو د حیرانتیا خبره داده چې دکندز ښاره تښتیدلو اوښار طالبانو ته پر يښونکو پوځونو اومنسوبینو ته يې میډالونه ورکړل .

پکار خوداوه چې دکندز له ښاره تښندونکوته سزا وی اعلان کړي وايي چې دکندز دښار ددفاع پر ځاي يې ښار په لوی لاس طالبانو ته پریښود. پدې کې به داشرف غني لاره زما په خیال دحامد کرزی دلاری تعقیب وی چې حامدکرزي به وخت په وخت دافغانانو وژونکو امریکايي جنرالانو ته هم ميډالونه ورکول .

نه دابه هم ورسره ومنو چې که اشرف غني دکرزي په څیر تورته سپین ونه وايي او حقیقت په په تمامه معنی پټ نکړی په خلاف به يې اولس دمخالفت په غبږګون مظاهری پیل کړی کندز ته يې سفر وکړ دکندز ښار یانوته يې تسلي  ورکړه، خو بلغاریاته به څوک ولاړ شي چې له افغانستانه تلونکو ځوانانو دوژنو پوښته وکړي؟

ځو ورځې مخکې چې د ترکیي او بلغاریا ترمنځ په ګډه پوله دبلغاریا پولیسو بنځوس اروپاته تلونکی وطن پریښودونکی ونیول د توقیف پرمهال دبلغاریا د پولیسوو او پنا وړونکو  ترمنځ اخ او ډب  کې د پولیسو په ډزو یوافغان ووژل شو دبلغاریا له واکمنو به څوک پوښتنه  وکړي؟

که څه هم دبلغاریا دکورینو چارو وزارت یو مقام کیو رګي کوستوف وویل چې پولیسو دپنا وړونکو د خاموشه کولو لپاره هوايي ډزی پیل کړی یوتن افغان له پولیسو څخه سهوا وژل شویدی چې په بلغاریاکې دملګرو ملتونو دعالی کمشنرۍ یو این سي ایچ آر ویاند شیرکوف يي سخته غندنه وکړه چې باید پناه وړونکو سره داډول چلند ونشي.

له افغانستانه دوتونکو او اروپاته دپناه وړونکو بې روزګاره ځوانانو دتښتي مخه په څوک ونیسي؟

دبلغار یا دواکمنو نه به څوک دافغان وژلو پوښته وکړي ؟

اشرف غني به بلغاریانه دحقیقت موندنې پلاوی دچاپه مشری لیږي ؟

حقیقت دادی چې لمر په یوه ګوته نه پټیږي دکندز ښارته خو اشرف غني سفروکړ.

نورو ولایاتونو ته به څوک ځي چې داربکیانو په ظلمونو او وحشت سترګي پټي کړی په یوه حقیقت به په کندز کې خاوری واړوي اشرف غني  به دنورو حقیقتو نو سره څه کوي او څوک به لیږی؟

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close