اشرف غني که د وطن تباهي

هـبةالله مـنتقـم—

زمونږ مظلوم هیواد او د دې خاورې کړیدلي بچي له ډېر پخواراهیسې د سولې تږي دي او یوې سپېڅلې آزادۍ ته سترګې په لار دي.

خوډېر افسوس چې یوخوا صلیبي اشغالګر بلخوا د دوی په لاسونو روزل شوي ګوډاګیان نه غواړي چې افغانستان دې له جنګونوڅخه خلاص او افغانان دې خوشحاله آرام ژوندتېرکړي.

کله چې بدماشه امریکا راغله افغانستان یې اشغال کړدوی به په ډېرکبر او غرور ویل چې مونږ د طالب سره سوله نکوو، طالبان به دجنګ له لارې په خپل طاقت ختموو.

دوی په اېټم،زیاتو فوځونو،ډرون  بي باون طیارو،ډالرو،ټانګونو،په هر نوعه وسایلو او په خپلو ګوډاګیانونازېدل د دوی مقابل کې همدا خړپړ د مدرسې طالب راپورته شو.

له کومې ورځې چې ددوی مقابله روانه ده طالب سره اېټم نه و، طالب سره ټانګ طیارې اودومره تعداد ټانګونه او نور وسایل نه و، الله ج دوی ته هرطالب له اېټم نه په سخت ترين طاقت بدل کړ.

د طالب په لاس جوړه شوې زېړه بوشکه د دوی لپاره آسماني تندرشوه د دوی ټانګونه اوفوځیان یې ترآسمان اوچتول بله خوا استشهادیانود دوی ملاماته کړه، امریکاډېرې حربې په کار واچولې دوی اربکیان جوړکړل،جاسوسان یې ملګري کړل همداسې د داعش په نوم یې خلک راپیدا کړل  ډېرې حربې یې په کار واچولې بیایې هم کومه مثبته نتیجه ورنکړه.

امریکا مجبوره شوه چې طالب ته یې سوال زارۍ پيل کړې، دا هیڅّوک نشي ثابتولی چې طالب یوورځ ورته ویلي وي چې ته راسره سوله وکړه، له دې خاورې روسان وتښتېدل اوس الحمدلله امریکایان هم د روس له برخلیک سره مخ دي.

دا کومې خبرې چې امریکا سره د سولې باره کې روانې دي ان شاءالله چې لنډ وخت کې به  دوی له دې خاورې ووځي

که د سولې خبرې هم ونشي امریکانه پاتې کیږي ځکه امریکاله افغان اولس نه ډېره ګیله منه ده ځکه دلته یې چامېلمستیاونکړه اونه یې آرام خوبونه وکړل اوس چې د ټرمپ دماغو لږ کار شروع کړهغه وایي چې زه خپل فوځونه اوباسم.

خو زمونږ پردیو راوستلی ولسمشر اشرف غني ټرمپ ته په زاریودی څو ورځې وړاندې یې ټرمپ ته یولیک استولی او له ټرمپ یې غوښتي چې خیردی فوځونه دې مه اوباسه مونږ به  مصارف راکم کړو، ده ته له خپلوخبرو هم حیاء نه ورتله آفسوس په بعضې ناپوهه افغانانوچې اوس هم دده نه د خیرتمه لري.

که د اشرف غني په دې خاوره  زړه دردېده که پدې مظلوم اولس یې زړه دردېده که پخپلوعسکرو یې زړه دردېده پکاردی چې د طالبانو او امریکاترمینځ د سولې د خبرو مخالفت یې نه وای کړی، اشرف غني که د وطن تباهي داخوچې له کومې ورځې راغلی زمونږ هیوادوال یې درپه درکړل، دا چې په اوله ورځ راغی دامریکاسره یې د ستراتیژیک تړون امضاء وکړه هیوادیې په پردیوخرڅ کړ، پاکستان  چې په  ډیورنډکرښه اغزن تار وغځاوه د همدې افغان حکومت د ملي امنیت پخواني سلاکارحنیف اتمر د ګډحکومت دغه پټه معامله افشاءکړه، اشرف غني چې په کومه ورځ واک ته رسېدلی ترننه پورې بې رحمه امریکایانوڅومره وحشتونه وکړل، څومره بمباری یې وکړې څومره بې ګناه افغانان یې له خاورولاندې کړل خومفکرصیب ترننه خاموش دی یو ورځ یې د امریکاپه بمبار خواشیني څرګنده نکړه.

له اشرف غني خو پخوانی ولسمشر حامدکرزی ډېر ښه و اګرچې هغه هم امریکا راوستلی و هغه هم پدې پوه و چې زه چا راوستلی یم  د هغه د واک په موده کې چې امریکایانوکوم وحشت کړی کرزي د دوی بریدونه غندلي، کرزی پرې ژړېدلی دی خوکله چې امریکا ورنه د تړون امضاءغوښتله کرزي د امریکا دا غوښتنه ونه منله، صبغت الله مجددي کرزي ته زارۍ کولې چې دا لیک (امنيتي تړون) امضاءکړه، کرزي هغه هم خفه کړ کرزی پدې هم پوهېده که دا لیک امضاءنکړم نو مجددي صیب ډنمارک ته هجرت کوي هغه یې هجرت کولوته مجبورکړخولدې شرم نه یې ځان وساته.

زه  وایم که د اشرف غني جګړه نه وي خوښه د افغانستان ورانېدل او د افغانانو بې ځایه وینه تویول یې خوښ نه وي پکار دی چې د سولې د روانوخبرو له مخالفت څخه لاس واخلي که دایې هرڅومره مخالفت هم وکړي د سولې مخه نشي نیولی داکه ټرمپ هرڅومره د جګړې لپاره په ملا وډبوي نو ټرمپ به  د ده پشان لیونی نه وي چې نور بې ځایه دوکه شي ځکه امریکاخامخاتښتي که د سولې خبرې ختمې شي امریکابیاهم نه پاته کیږي هغوی د سولې خبرو ته هم نه ګوري تښتي خوامریکاغواړي چې په دغه شان بهانه د نړیوالو له پېغور ځان خلاص کړي.

اشرف غني صیب له عنادتېرشه په افغانانورحم وکړه د بل په لاس یې بې ګناه مه وژنه څنګه چې خپل بچي درته ګران دي څنګه چې هغوی له جګړې لرې ساتې دغه شان دغه خوارکي عسکر هم خپل اولاد وګڼه که ته وایې چې په عسکرو وطن ساتم نو دغه ټوپک دې بیاخپل بچي ته هم په لاس ورکړه ستاعسکرهم نور پدې پوه دي چې ته یې په وینوتجارت کوې د وطن اصلي ساتونکي او د دې اولس په درد دردېدلي خلک طالبان دي.

آیاته نه یې خبرچې پدې جګړه کې دطالبانود مشر د امیرالمؤمنین شیخ هبةالله اخونزاده حفظه الله ځوی شهیدشواستشهادي حمله یې وکړه امیرالمؤمنین الحاج مولوي اخترمحمدمنصور رح شهیدشوطالبان هغه خلک دي چې له مشرنه ترکشرپورې ټول جهادته راوتلي دطالبانومشرانودې جنګ کې برخه اخیستې هغوی هم جنګیږي خوته له آرګ راوتلی نشې له آرګ نه تش دخولې هوایي ډزې کوې اودخپلوعسکروروحیه په ډاډول قوي کوي ستا دا یقین دی چې زما د عسکرو مرګ خراب دی ځکه خپل بچي هم جنګ ته نه استوې که دغه ستا ناخبره عسکر د طالبانو د اهدافو مانع نه ګرزېده طالب به هم د ده سره نه جنګېده نور بس دی له الله ج څخه ووېرېږه لږننګ پیداکړه امریکا ته ووایه چې ځې په مخه مو ښه مونږ خپلوکې سره ورونه یو دا ستا خبر به د افغانانوتاریخ ته نوره ښکلاهم وروبخښي .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close