اشرف غنی تورپه سپین او سپین په تورلست کې غواړي

دملګرو ملتونو د بندیزونود کمیټې یوپلاوی د جرارډ- وان بوهمن په مشرۍ افغانستان ته راغلی چې دملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر او هم ېې په ارګ کې داشرف غنی سر وکتل.

د ملګروملتونو د بندیزونود کمیټۍ پلاوي د اشرف غني او ملی امنیت د سلاکار حنیف اتمر څخه دمخه د کورنیوچارو د وزیر او یوشمیر نورو لوړپوړو چارواکو سره په افغانستان کې دروانې نا امنۍ او د جګړې د مهارکولوجنګي جرمنودراکمولو په اړه پراخ بحثونه وکړل ترڅوپه افغانستان کې بشپړامنیت ته زمینه برابره کړل شي.

په ارګ کې چې د ملګرو ملتونو د پلاوي لیدنه دجرارډ- وان بوهمن په مشرۍ داشرف غنی سره وشوه اشرف غني له بوهمنه وغوښتل چې د طالبانو مشر شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده په تورلست کې شامل کړي.

د ملګروملتونو د بندیزونود کمیټۍ فعالیتونه همدادي چې جنګي جنایتکار چې په  هرځای او هره بڼه وي باید په تورلست کې شامل کړل شي خو په افغانستان کې چې د ۱۳۵۷کال د ثورد کودتا راپدیخوا څومره جنایات شوي او یا د کمونستي رژیم له نسکوریدو وروسته په ولایاتو او په ځانګړي توګه په مرکزکابل کې د خپل منځیوجګړو په دوام څومره افغانان وژل شوي دي نه د ملګروملتونولخوا یوجنګي مجرم په هاګ کې محاکمه شو او نه په تورلست کې شامل کړل شو.

یوه ورځ که د ملګروملتونو دبندیزنوکمیټه په کابل کې اعلان وکړي چې چاپه افغانستان کې مرګونه کړي وي  اویاپه نورو جنګي جرایمو کې ککړوی پرخلاف دې دمقتولینواو تاواني کړل شوو وارثان راپورته شي یاده کمیټه به وګوري چې ټول افغان ولس دموجوده حکومت پرخلاف راپورته کیږي کنه ځکه جنګي مجرمین ټول په حکومت کې په مهموپوستونو ګمارل شوي دي.

هغه څوک چې د افغانانو په جنګي جرایمواو وژنوکې ککړدي په نوروهیوادونوکې ډیرکم میشت دی ډیری ېې  په موجوده اداره کې ځای کړل شوي دي او ټول په تورلست کې  دشاملیدو قابل دي.

اشرف غني  که د خپل ولس سره نیکي کوي او دخپل ولس ارمانونه پوره کوي دزرګونو افغانانو قاتلین دې د ملګرو ملتونو د بندیزونوکمیټې ته وروبیژني بیابه ولس وپوهیږي چې زموږ دکورنیودغړو قاتلین هم په خپله سزا ورسیدل اشرف غني هغه څوک په تورلست کې راوستل غواړي چې هغه تراوسه پورې له تدریسه هم خپل سر نه دی پورته کړی .

اشرف غني دې هغه څوک په تورلست کې وغواړي چاچې دکمونستي رژیم په دوران  او واکمنۍ کې په زرګونو افغانان ژوندي ترخاورو لاندې کړي دي.

اشرف غني دی  په تورلست کې هغه کسان وغواړي چې کابل ېې په کنډوالو بدل کړی خو برعکس  له ملګروملتونو څخه ېې دتورلسته داستلو غوښته کوي .

غنی هم عجیبه سړی دی هغه چې د تورلست او محاکمې قابل دي دهغوی له تورلسته دایستلو غوښتنه کوي او هغه چې ېې په فکر کې دانسان ازارول ځای نه لري هغه په تورلست کې غواړي.

داشرف غني د ملګروملتونو د بندیزونو د کمیټې له مشره غوښتي چې د طالبانو نوی مشر ملاهیبت الله دې په تورلست کې راولي ملاهیبت الله خو د تیرمیلادی کال دمیي په میاشت کې طالبانو خپل مشروټاکه چې لا تراوسه ېې د مشرتابه په لومړیوکارونوهم پیل نه دی کړي اشرف غني دی د هغو تورمخو په تورلست کې دشاملولو غوښتنه وکړي چې سره دجنایاتوېې په موجوده اداره کې ځای کړي دي او پاتو ته چې ځای ورکوي دهغوۍ لپاره له تورلسته داستلو غوښتنه کوي .

ددې نه داڅرګنده شوه چې اشرف غنی شپې ته ورځ او ورځې ته شپه وایی خو حقیقت هیڅ وخت نه پټیږي  دلوې الله په دربارکې به جنګي جنایتکاران دتوراو هغه چاچې یوافغان هم نه دی زورولی هغه به  که اشرف غني ېې هرڅو په تورلست کې وغواړي دتل لپاره به په سپین لست کې پاتې وي.

هغه تورمخ په سپين نه شي ترقیامته

چا وژلی کړولی چې افغان وي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close