اشغالګره امريکا او د ځان ژغورنې هڅې

لیکوال :شهاب لیوال

امریکا په ټوله نړۍ کې ۷۳۷ نظامي اډې لري چې په ۱۶۳ملکونو کې میشتې دي، او د دې اډو له لارې یې خپل سیاسي او نظامي قدرت په نړۍ کې جاري ساتلی، جاپان، آلمان فلپین، سویلي، کوریا او افغانستان …

افغانستان په یادو هیوادونو کې امریکاته, بیا ځانګری ځای لري،

امریکا په مشترک المنافع هیوادونو کې د پښو ځای نه درلود چې د افغانستان په اشغال سره یې یادو هیوادونو ته لاره پیدا کړه،

افغانستان د منځنۍ آسیا زړه دی ځکه خو له امریکا مخکې (انګلیسانو او روسانو) هم خپل بخت ازمویلی وه خو له ماتې او زیان پرته څه یې لاسته رانه وړل.

د امریکا سیاستوال په دې ښه پوهیدل چې افغانستان د مرکزي آسیا بام «چت» دی، که افغانستان کې نظامي اډې ولري ،په دې توګه به هند ،چین او روسیه تر خپل څار لاندې لري، او د دې تر څنګ د سیمې هیوادونو ځیرمو ته به هم په آسانه توګه لاس رسی لري.

او همدا راز -امریکا د چین له اقتصادي چټک بدلون او د روسیې له نظامي پیاوړتیا ویره درلوده، ځکه یې افغانستان تر خپل اشغالي اهدافو لاندې راوست چې د افغانستان په اشغال سره یې خپل سیاسي ،نظامي او اقتصادي کمربند د نړۍ پر ملا ورتاو کړ، خو په دې یې سر نه وه خلاص ،چې د افغانستان اشغال به ورته لوی ناورین وزیږوي.

امریکا خپل له اټکل او محالویش زیاد په افغانۍ لومه کې ګیر شو، د مالي او ځاني تلفاتو ترڅنګ یې سیاسي حیثیت هم له لاسه ورکړ .

-امریکا د طالب ځواکونو نه هیریدونکې مقابلې او قربانۍ په ګونډو کړه، د اشغال په لومړیو کلونو کې کله یې چې افغانستان ته خپل سرتیري راوستل هغه وخت کې طالب ته یې د ژوند حق نه ورکوه ،او له طالبانو سره مذاکرات يې ځان ته عیب بلل،

په ډیر غرور او تبلیغاتو یې خپل د خوښې لاسپوڅی نظام په افغانانو وټپل ، په تیرو اولسو کلونو کې یې ډیر بې ګناه هیوادوال په شهادت ورسول ، زخمیان ،یتیمان او تر ګوانتانامو پورې یې زندانونو ته واچول خو بلاخره مجبور شول چې طالبانو سره سیاسي مذاکرات وکړي.

امریکا اګرکه نه غواړي چې دا هیواد پریږدي، ځکه ښه پوهیږي که افغانستان پریږدي ټولې نړۍ نه به یې اډې ټولې کړی شي.

امریکا په خپله خوښه افغانستان اشغال کړی وه ،خو که د تاریخ پاڼو ته کتنه وکړو هیڅ اشغالګر هیواد له خپل استعماري هیواده په خوښه بیرون شوی نه دی چې امریکا یې دوهم وي.

اسلامي امارت هغه ستر او نه ماتېدونکی نظام دی، چې د نړی دوه ستر سوپر طاقت ځواکونه (روسيه او امريکا) یې مات کړي.

دا چې دا د طالبانو نظام څنګه په هیواد کې راڅرګند شو او څنګه یې د افغانانو تر منځ خپلمنځي اختلافات ختم کړل، او څنګه یې ټول هیواد دیو سپین محمدي توغ «بیرغ » تر سیوري لاندې په امن کړو، ټولو هیوادوالو ته جوته ده. خو لله الحمد همدې نظام دنړۍ سوپر طاقت قدرت (امریکا) وپرځاوه،

افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دې هڅه کې دی چې امریکا لپاره دخلاصون لاره ولټوي،

د رسینزو راپورونو ترمخه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد طالبانو ته د اوسني حکومت د ختمولو د د لنډمهالي حکومت وړاندیز کړی او ددې ترڅنګ د د سولې مذاکراتو ترپيل دمخه د طالبانو شرطونو منلو ته هم شین څراغ ښودلی دی.

ویسا ورځپاڼې د خپلو باوري سرچینو په حواله ویلي، چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر او د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ دویمه ناسته درې ورځې پرله پسې چهارشنبه، پنجشنبه او د جمعې په ورځ وشوه چې پکې مفصلې خبرې شوې. په دغه ناستو کې د افغانستان د موجوده مسالې د سوله ییز حل په خاطر خبرې او نظرونه سره شریک شوي. په دویمه ناسته کې د طالبانو د اسلامي امارت د بشپړ حاکمیت پر مهال د افغانستان لوی درستیز ملا فضل اخوند او د کورنیو چارو وزیر ملا خیرالله خیرخواه هم ګډون کړی وو.

که څه هم تر دې دمه وسله والو طالبانو او نه هم امریکايي لوري د دغو لیدنو جزئیات له رسنیو سره شریک کړي؛ خو سرچینه وايي چې خلیلزاد له دغو لیدونو خوښ دی او طالب مشرانو هم محتاطانه خوشبیني ښکاره کړی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close