اشغال شوي فکر ته څه باید وکړو؟

لیکنه: الیاس تکل

سالم افکار په اسلامي ټولنه کې داسې موزون کیږي، چې د سالم فکر خاوند هغه څوک کیدای شي چې هغه په پوره توګه د الهي امورو، په محمدي شریعت، پوه او پابند، او په سپیڅلي اسلامي روحیه او عقیده سمبال، داسې شخص په اسلامي ټولنه کې د سالم فکر په خاوند پیژندل کیږي.

هر انسان د خپل فکر له مخي پېژندل کېږي، همدارنګه افکار د شخصيتونو ترجماني کوي، لومړی بايد د فکرونو پاکېزه ګې ته او بيا تعمير ته کار وکړو.

سوچه اسلامي، او په ښه تعمير سمبال افکار، هغه وسايل دي چې د اسلامی امت د ترقي او بقاء ضمانت کوي.

همدارنګه سالم افکار ټولنه خوندي ساتي، د انسانانو ژوند ژغوري، انسانان د بریا لور ته اړ باسي، تل انسان د مثبتو ګامو په لور بیایي.

کفارو زمونږ د ځوانانو فکرونه یرغل کړي، او د یرغل تر څنګه یې اوس د اسلامي ټولنې په مقابل کې هڅوي او استعمالوي یې، تر څو د همدغو یرغل شوو ځوانانو په استفاده د نورو ځوانانو فکرونه مشوش او یرغل کړی.

که وغواړو چې هغه اشغال شوي فکرونه بیرته په اسلامي روحیه سمبال او اشغال ته یې د پای ټکی کښیود، نو څه باید وکړو؟

لومړی باید د اشغال شوي فکر په اړه ژور فکر وکړو، او بیا یې د سمون په لور اقدام وکړو، دلته یو څو لار ښونې په ګوته کوم چې په دې سره مونږ او تاسو کولی شو چې اشغال شوي فکر بیرته په اسلامي روحیه سمبال او اشغال ته یې د پای ټکې کښیدو:

①باید اشغال شوي فکر ته، د کفارو له خوانه په مسلمانو باندې ظلمونه وحشتونه، همدارنګه دیمکراسي، فحاشتوب، ډمتوب، ملحدیزم، سیکولریزم، یهودیزم، عیسویت، نصرانیت، کمونیزم، هندویېزم، بودئېزم، په پوره معنا ور وپېژنو چې دا څوک دي، څه غواړي، او څه کوي، او دا هم باید ور په ګوته کړو چې دوي د الله رب العزت په وړاندې هیڅ حیثیت نه لري.

② اشغال شوي فکر به په اسلامي مفکوره موزون کړو، بیا به یې په قرآن کریم، احادیث نبوي، او سیرت نبوي، په واسطه درملنه وکړو، ترڅو هغه شکوک، او وسواس، شیطاني، او طاغوتي افکار یې ختم او ښکلې درملنه یې وشي، ځکه د مسلمانانو د افکارو اصلی منبع او سر چینه همدا قرآن پاک، او حدیث نبوی دي.

③ اشغال شوی فکر باید د مقدس او سپیڅلي اسلام له اساسي او سیاسي دښمنانو خبرول، او هغوي ته داسې سالم فکر ورکول چې په اسانه سره بیا د چا د دسیسو ښکار نشي.

نو په همدې لارښوونو سره مونږ کولی شو چې اشغال شوی فکر بیرته لاس ته راوړو او په اسلامي روحیه یې درملنه وکړو، او اشغال ته یې د پای ټکی کښیدو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close