د کورنو داصلاح لپاره څلویښت نصیحتونه ( اوله برخه)

تالیف : الشیخ صالح المنجد

پښتو ترجمه : عامر حسن

إن الحمـد لله، نحمده، ونسـتعينه، ونسـتغفره، ونعوذ بالله من شرور أنفسـنا، ومـن سـيئات أعمالنـا، من يهده الله فـلا مضل له، ومن يضلل فلا هادي له، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، وأشهد أن محمدا عبده ورسوله… أما بعد:
(کور یو نعمت دی)
الله تعالی فرمایي:{وَاللَّهُ جَعَلَ لَكُمْ مِنْ بُيُوتِكُمْ سَكَنًا} [النحل: 80] ترجمه :{ الله تعالی ستاسو لپاره ستاسو کورونه داوسیدو او سکونت ځایونه ګرځولي دي}
ابن کثیر رحمه الله ددي ایت په تفسیر کي لیکي«يذكـر تبارك وتعالى تمام نعمه على عبيـده، بما جعل لهم من البيوت التي هي سـكن لهم يأوون إليها، ويستترون، وينتفعون بها سائر وجوه الانتفاع»(1)
ترجمه: الله تعالی پدي ایت کریمه کي په بنده باندي د خپلو پوره نعمتونو تذکره کوي او د هغي نعمتونو څخه یو دا نعمت دی چي الله ددوی لپاره کورونه ګرځولي دي په هغي کي دوۍ اوسیږي او پټیږي او د هغي نه هر قسم فاید ي حاصلوي
کور زمونږ د یو کس لپاره څه فریضه ادا کوي آیا دا کور دده د خوراک ځاي ندی ؟ ایا دا دده د نکاح د خوب او راحت ځاي ندی؟ایا دا دده لپاره دخلوت او دخپل اهل او اولاد سره د اجتماع ځاي ندی؟
(1)تفسير القران العظيم (4, 507)

ایا دا د ښځی د حفاظت او ستر ځاي ندی ؟
الله تعالی فرمایي: {وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى}الاحزاب 33
{ای ښځو په خپلو کورونو کي کینۍ او د جاهلیت ډول مه ښکاره کوۍ}
او کله چی ته د هغه خلکو په حال کي فکر وکړي چي د هغوۍ کورونه نشته او په صحرا او د سړکونو په سرونو باندي اوسیږي هغه خلک چي متاثرین دي او په خیمو کي اوسیږي نو ته به د کور نعمت وپیژنی
او کله چی ته د یو پریشانه متاثر نه واوري چي وایي زما لپاره د قرارۍ ځاي نشته زما د اوسیدو ځاي نشته کله دیو په کور کي اوده کیږم او کله د بل کله په هو ټل کی شپه تیروم او کله په باغ کي یا د سمندر په غاړه زما د جامو د ایخودو ځآي زما ګاړی دی نو کله چي ته دا هر څه واوري تاته به د کور د نعمت او د کور نه د محروموالي قباحت معلوم شي
او کله چي الله د بنو نضیرو نه انتقام واغسته نو دا نعمت یي تري واغسته الله فرمایي{هُوَ الَّذِي أَخْرَجَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِن دِيَارِهِمْ لأَوَّلِ الْحَشْرِ مَا ظَنَنتُمْ أَن يَخْرُجُواْ وَظَنُّواْ أَنَّهُمْ مَّانِعَتُهُمْ حُصُونُهُم مِّنَ اللَّهِ فَأَتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ حَيْثُ لَمْ يَحْتَسِبُواْ وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ يُخْرِبُونَ بُيُوتَهُمْ بِأَيْدِيهِمْ وَأَيْدِي الْمُؤْمِنِينَ فَاعْتَبِرُواْ ياأُوْلِي الأَبْصَارِ} الحشر 2
(( الله هغه ذات دي چي هغه کسان یي د خپلو کورنو څخه ویستلي چي اهل کتاب وو بیا فرمایي دوی خپل کورنه په خپلو لاسونو او دمسلمانانو په لاسونو ورانول نو پس تاسو عبرت واخلۍ ای د عقل خاوندانو))
او هغه شیان چی یو مسلمان لره باعث ګرځي پدي باندي چي د خپل کور اصلاح وکړي هغه یو څو شیان دي
چي په لاندي ډول بیانیږي
۱خپل ځان او کور والا د جهنم نه بچ کول او د سخت عذاب نه ځان بچ کول
الله تعالی فرمایي{يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ } التحريم(6)
{ای مومنانو خپل ځانونه او خپل اهل د هغه اور نه بچ کړۍ چي د هغي خشاک انسانان او کاڼي د ي او په هغي باندي داسي سختي پرشتي ولاړي د ي چي د الله تعالی د هیڅ حکم نافرماني نه کوي}
۲ د کور په مالک باندي چي کوم مسؤولیت دي د هغي غټ ګنړل او د هغي په ورځ د قیامت دالله مخی ته جواب ورکول ضروري ګنړل
د انس رضی الله عنه نه روایت دی«إِنَّ اللهَ سَائِلٌ كُلَّ رَاعٍ عَنْ مَا اسْتَرْعَاهُ حَفِظَ ذَلِكَ أَمْ ضَيَّعَ؟ حَتَّى يَسْأَلَ الرَّجُلَ عَنْ أَهْلِ بَيْتِهِ»(1)
[چي الله تعالی به د هر مسؤول نه تپوس کوي چي کو م ته یو مسؤولیت ورکړی وي چي ایا هغه دا مسوولیت په ښه ډول ادا کړی دی که ضایع کړی یي دی تردي چي د کور د مالک نه به د هغه د اهل باره کي تپوس کولی شي] ۳ ځکه چی کور د نفس دحفاظت ځای دی او نفس د شرونو څخه بچ کوی او نفس ددی نه منع کوی چي نورو خلکو ته شر ورسوی
او کور د فتنو په وخت کي د اوسیدو حقیقي ځاي دی
نبي صلی الله علیه وسلم فرمایي
«طُوبَى لِمَنْ مَلَكَ لِسَانَهُ، وَوَسِعَهُ بَيْتُهُ، وَبَكَى عَلَى خَطِيئَتِهِ»(2)
[ د هغه چا لپاره خوشخبری ده چي د خپلي ژبي حفاظت وکړي او په خپل کور کی کیني او په خپله ګناه باندي وژاړي] (1) رواه النسـائي في السـنن الكبرى (9219)، وحسـنه الألباني في صحيح الجامع
(2) رواه الطبراني في المعجم الأوسـط (0432)

معاذ بن جبل رضي الله عنه فرمایي” خمس من فعل واحد منهن كان على الله ، من عاد مريضا ، أو خرج غازيا ، أو دخل على إمامه يريد تعزيره وتوقيره ، أو قعد في بيته فسلم الناس منه وسلم من الناس ” . (1)
[نبی علیه السلام مونږ سره د ۵ شیانو وعده کړي ده چا چي پدي کي یو هم وکه نو هغه به دالله په ذمه کي وي ۱ چا چي د مریض عیادت وکه ۲ یا جنازي سره لاړ ۳ یا د الله په لار کي د جهاد لپاره ووته یا دیو امام خواته لاړی دي لپاره چي احترام ورله وکړی یا په خپل کور کي کیناسته خلک دده د شره نه په ارام دي او دا د خلکو د شر نه] او نبي علیه السلام یو بل ارشاد دی” سلامة الرجل من الفتنة أن يلزم بيته ” . (2)
[ د یو سړي دپاره دفتني نه د بچ کیدو علاج دادی چي خپل کورکي کیني] لیکن ددی فایده انسان ته هله معلومیږی چی د غربت په حالت کی وی او د منکراتو تبدیل یی په طاقت کی نه وی نو بیا به کور د هغه لپاره د حفاظت ځای وی چی خپل ځان به پکی د محرم کارونو او محرم نظر نه ساتی او خپل اهل به د ډول ښکاره کولو نه او خپل اولاد د بدو ملګرو نه پکی ساتی
۴ دا چی اکثره خلک خپل غالب وختونه په کورونو کی تیروی خاص طور په سخته ګرمی یخنی یا بارانونو کی یا د دورځی اولنی یا اخرنی وخت او کله چی د کار یا سبق نه فارغ شی نو هم کور کی وخت تیروی نو ددوی لپاره پدی وختونو کی ضروری ده چی دا اوقات په طاعت دالله کی تیر کړی که نه وی نو په حرامو کی به ترینه ضایع شی
5 او دا ددی ټولو نه اهمه ده چی د کور اهتمام کول د یو مسلمان مجتمع لپاره غټه وسیله ده ځکه چی معاشره د کورونو نه جوړیږی او دا کورونه د معاشری ښښتی دی نو که د ا ښښتی یعنی کورنه صالحه وو نو معاشره به د الله تعالی د احکامو تابعداره وی ددشمن په مقابله کی به مضبوطه وی خیر به پکی خوریګی او شر به ورته نه راځی
(1) رواه أحمـد (97012)،(2) رواه الديلمـي الجامع الصغير( 2695)

نو بیا به ددی کورونو نه معاشری ته دا عیان طالب علمان مجاهدین نیکی ښځی او تربیت کونکی مورګانی او نور مصلحین ووځي
نو کله چی ددی اهمیت ډیر دی او حال دا چی زمونږ کورونه د منکراتو نه ډک دی تقصیر او افراط تفریط پکی موجود دی نو دلته یو سوال ذهن ته راځی
هغه دا چی هغه کوم وسایل دی چی هغی سره مونږ د کورونو اصلاح وکړو؟
نو ای لوستونکیه ته ددي سوال جواب ته غوږ شه زه ددي جواب په یو څو نصیحتونو کي کوم دالله نه امید دی چي پدي سره ټول امت ته نفع ورسوي او ددي امت دبچیانو افکار د یو نوي کور د جوړولو طرفته متوجه کړي
او دا نصیحتونه په دوه شیانو باندي مشتمل دي ۱ د مصلحتونو حاصلول او ددي نه مراد دادي چي مونږ امر بالمعروف وکړو ۲ د مفاسدو دفع کول ددي نه مراد دمنکراتو ختمول دي
نو راځه چي په خپل مقصد باندي شروع وکړو

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close