اعتراض کوونکو بلخ کې د المان د پوځي مرکز دروازه تړلې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱)

په بلخ ولايت کې سلګونه کسانو د المان د هغه پريکړې پرضد چې “افغانستان کې له دوی سره مرسته کووونکو افغانانو ته نور په المان کې قبوليت نه ورکوي” لاريون کړی او د اعتراض په ډول يې په ياد ولايت کې د مارمل پوځي مرکز دروازه تړلې ده.

دغه اعتراض کوونکو چې شمير يې شاوخوا زر کسانو ته رسېږي له تيرو څو ورځو راهيسې په اعتراض لاس پورې کړی په وينا يې چې دوی په ياده پوځي اډه کې پخوا د ژباړونکو، امنیتي ساتونکي او مامورينو په توګه دندې کړي خو اوس يې په هېواد کې ژند له خطر سره مخ دی.

دوی وايي، د جرمني پوځ ورسره هغه ژمنه ماته کړې چې په جرمني کې به د دوی د اوسېدو لپاره امکانات برابروي او هلته به د هغه هېواد تابعيت ورکوي.

د سلطاني په نوم د جرمني د پوځ يو ژباړن وايي، لس کاله يې له هغوی سره دنده وکړه خو اوس يې د ناڅرګندو دلايلو پر اساس له دندې ګوښه کړی زياتوي (هغوی زمونږ د امنيت د خوندي کولو مسؤليت درلود خو له څو کلونو راهيسې ډير شمير کارکوونکي له دندو شړل شوي چې اوس يې ژوند په خطر کې دی، د جرمني پوځي مشرانو ته مو اسناد سپارلي خو تر اوسه مو ځواب نه دی ترلاسه کړی).

که څه هم د يادو اعتراض کوونکو له ډلې ډيری يې ادعا کوي چې د طالبانو له خوا په مرګ ګواښل شوي خو ويل کېږي چې ډيری کسان په بهرنيو هېوادونو کې د تابعيت اخيستلو لپاره ورته ډول بهانې کوي.

د جرمني د دفاع وزارت وايي چې د اعتراض کوونکو لاريونونه به يې ديته اړ نه کړي چې دغه کسانو ته په خپل هېواد کې د اوسېدو زمينه برابره کړي په وينا يې د يادو اعتراض کوونکو ژوند ته هيڅ خطر نشته.

د جرمني رسنيو د راپور له مخې، مارمل پوځي مرکز په بهرني هېواد کې د جرمني تر ټولو ستر مرکز بلل کېږي او دا مهال په افغانستان کې د جرمني (ديارلس سوه ) پوځيان د ناټو تر قوماندې لاندې ديره دي چې وخت ناوخت د ځمکنيو عملیاتو سربيره د دولتي ځواکونو د هوايي پوځ سره همکاري او هغوی ته مشورې ورکوي.

پر افغانستان د بهرنيو هېوادونو د پوځيانو له يرغل سره ډيری افغانانو له هغوی سره د ژباړونکو، مامورينو، پوځي برخه او نورو پروژو کې مرسته کړې چې ځينې يې له ځانونو سره بوتللي خو ډيری يې هلته هم شکايت کوي چې حکومتونه يې خبره نه اوري او لازم کاري فرصتونه ورته نه برابروي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close