افغانان دې د امریکا سفارت مخ ته ستر ولسي اعتراضونه وکړي: واحد فقيري کابل.کام سره مرکه کې

د ۲۰۰۱ز کال د اکتوبر میاشتې له ۷مې نیټې راهیسې، کله چې امریکا د خپلو متحدینو په ملګرتیا پر افغانستان یرغل وکړ، په افغانستان کې د جګړې اور بل دی. د ۱۷ کلونو تر تېرېدو وروسته، د جګړې ټول اړخونه پر دې باوري شوي چې دا جګړه د زور له لارې نشي ګټل کېدای، خو بیا هم د جګړې د پای ته رسېدو د یوازینۍ لارې، خبرواترو، پر لور د پام وړ ګامونه نه دي اخیستل شوي.

د جګړې اصلي او پرېکړه کوونکی اړخ امریکا وايي چې طالبان باید د امریکا پر ځای له افغان حکومت سره خبرې وکړي. اما، طالبان افغان حکومت ”بې واکه اداره“ بولي او وايي چې د امریکایانو په موجودیت کې له کابل سره خبرې اترې کومه ګټه نه لري. افغان حکومت هم د امریکا په ګډون بهرنیو هېوادونو ته اجازه نه ورکوي چې د دوی پرځای له طالبانو سره خبرې وکړي.

امریکا ولې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته نه کښېني؟ آیا د امریکا پر ځای له افغان حکومت سره د طالبانو په مذاکراتو به سوله راشي؟

د دې او ۳ نورو پوښتنو لنډ ځوابونه امریکا مېشتي لیکوال او د سیاسي چارو شنونکي، واحد فقیري*، له کابل.کام سره په خبرو کې ویلي.

امریکا باید ولې د افغان حکومت پر ځای خپل ځان له طالبانو سره مذاکراتو ته ورمخکې کړي؟

ښاغلي واحد فقیري د پورتنۍ پوښتنې په ځواب کې کابل.کام ته وویل:

”امریکا مجبوره ده چې له طالبانو سره خبرو ته کښېني، ځکه امریکا او طالبان د جنګ اصلي طرفونه دي. او تر څو پورې چې دوی یوې موافقې ته سره ونه رسېږي، د افغانستان کشاله نه حلېږي. د هر جنګ د فیصله کولو لپاره دا لازمه ده چې د جنګ اصلي اړخونه مذاکراتو ته سره کښېني. البته امریکا اوس د دې اراده ښودلې ده چې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کښېني. زما امید دا دی چې امریکا وخت ضایع نه کړي، او ژر تر ژره په قطر [کې د طالبانو له سیاسي دفتر] سره خبرې شروع کړي.“

کابل.کام: امریکا ولې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته نه کښېني؟

واحد فقیري: ”امریکا تر اوسه پورې دا پلمه کوله چې طالبان باید د کابل رژیم سره خبرې وکړي. مګر څو ورځې مخکې د امریکا خارجه وزیر، ښاغلي پامپیو، په خپله اعلامیه کې ویلي و چې امریکا چمتو ده چې له طالبانو سره خبرو ته حاضره سي، او حتی د خپلو قواوو د ایستلو په باره کې هم خبري شروع کړي.“

”زما هیله دا ده چې متحده ایالات همدا کار ژر وکړي، ځکه د افغانستان د جنګ او سولي کیلي له واشتګټن سره ده. دغه راز زما امید دا دی چې ښاغلی پامپیو د همدې کار لپاره یو با صلاحیته دپلوماتیک ټیم وټاکي او دې ټیم ته پوره منابع ورکړي. زه پوره باور لرم که چیرې ښاغلی پامپیو دا ګام واخلي، موږ به سولې ته ډیر ورنژدې شو.“

کابل.کام: آیا د امریکا پر ځای له افغان حکومت سره د طالبانو په مذاکراتو به سوله راشي؟

واحد فقیري: ”تر څو پورې چې د طالبانو او امریکا تر مینځ یوه موافقه نه وې راغلې، په افغانستان کې د سولې راتګ یو خوب دی. البته کله چې امریکا او طالبان یوې موافقې ته سره ورسېدل، بیا دي د کابل رژیم او طالبانو تر مینځ خبري وسي، او هله دې امریکا د یوه ناظر په څېر پر خبرو باندې نظارت کوي.“

کابل.کام: د امریکا او طالبانو د مخامخ خبرو د نه ترسره کېدو په صورت کې کوم زیانونه افغانانو ته متوجه دي؟

واحد فقیري: ”له طالبانو سره د امریکا مذاکرات به د افغانستان په خیر وي. له افغانستانه د امریکايي عسکرو وتل د افغانستان په خیر دي، ځکه په دې ۱۷ کلونو کې دا څرګنده شوه چې خارجي قواوې پرته له جنګه بل څه نه راوړي. بله خبره دا ده چې همدا اوس د امریکا نظامي موجودیت په پوره اشغال باندي بدل شوی دی، او دا حالت د افغانستان د ملي حاکمیت او ملي غرور پر ضد دی. تاریخ دا ښودلې ده چې اشغالګرو هیڅکله په افغانستان کې د ثبات او امنیت په راوستلو کې کومک نه دی کړی.“

کابل.کام: ستاسو په نظر، اوس مهال د سولې راوستلو لپاره کومو هلوځلو ته اړتیا ده او افغانان باید کوم ګامونه واخلي؟

واحد فقیري: ”افغان ولس باید له درانه خوبه راويښ شي او د جنګ پر دواړو خواوو (امریکایانو او طالبانو) باندې فشار واچوي چې دا عبث جنګ ختم کړي. افغانان دغه راز باید په کابل کې د امریکا د سفارت مخکې ستر ولسي اعتراضونه وکړي، تر څو پر امریکایانو باندي ملي او بین المللي فشار واچول شي چې دا روان امریکايي جنګ بس کړي، افغان وژنه ختمه کړي، او د دې جنګ د ختمولو لپاره عملي ګامونه واخلي. ځکه یوازي د مې په میاشت کې اشغالګرې امریکا پر افغانانو باندې ۵۹۱ بمونه ورولي دي.“

”له افغان ځوانانو او محصلینو څخه زما هیله دا ده چې ژر تر ژره ځانونه منظم کاندي، او په منظمو صفوفو کې د امریکا د سفارت په لور ور ودانګي. هلته د څو ورځو لپاره پرلت ووهي، او جهانیانو ته دا وښيي چې په افغانستان کې د جنګ او تباهۍ اصلي منبع د امریکا پالیسي ده.“

پای

* واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close