افغانان ټول د امريکا په تور ليست کې دي

تميم توفيق

په تور ليست کې د طالب مشرانو او يا د دوی د ملاتړو شامليدل څه نوې او عجيبه خبره نه ده او نه يوازې په طالب پورې اړه لري، هغه مهال چې د طالبانو حکومت په پښو د دريدو شو او امريکايانو يې له دريځ نونې خار وخوړ، ګردسره ټول افغانستان د وخت د دې وحشي استعمارګرو په تور ليست کې شامل شو.

امريکايانو او د هغوی بهرنيو او کورنيو ملګرو هيڅکله هم د افغانانو تر منځ توپير نه دی کړی. که څه هم دوی طالب خپل دښمن يادوي، خو چې په طالب يې زور نه دی رسېدلی؛ نو يې د زړه بړاس په بې دفاع او بې وزلو ولسي وګړو ايستلی دی، چې دا هم د دوی لپاره يوه لاس ته راوړنه ده.

په واقعيت کې هيڅ تور او سپين ليست وجود نه لري، د امريکايانو او د هغوی د انډيوالانو لپاره هر هغه څوک د تور ليست وړ دی چې دوی يې د خپلو اهدافو په مخکې خنډ وويني، بلکې دغه ليست ته له اچولو وړاندې يې د له منځه وړلو په هڅه کې وي. د تور ليست نوم يوازې او يوازې د نړيوالو په سترګو کې د خاورو شيندلو لپاره کارول کيږي او بس.

په افغانستان له پوځي يرغل وروسته او دلته د وحشتونو له ترسره کولو سره يو ځای تور ليست ته د ځينو افرادو نومونه اضافه کول به نه امريکا ته کومه ګټه وکړي او نه به هم طالبانو يا د هغوی تمويلونکو ته کوم زيان ورسوي؛ ځکه چې امريکا له دې وړاندې هم د طالبانو دغو مشرانو او ملاتړو ته، چې اوس تور ليست شول، د ګُلو ګيډۍ نه دي وړاندې کړې او نه دغه طالبان د دوی له چاپو، بمبارونو او وحشتونو څخه په ويريدلو سره د دوی له مقابلې پر شا شوي دي.

په افغانستان د امريکا د يرغل ۱۷ کلنې دورې ته له لږ نظر څخه د تور ليست معنی ښه څرګندېدلی شي، دلته ډير کم هغه خلک په نښه شوي چې نومونه يې په دې ليست کې شامل و، نور ټول بې دفاع ملکي وګړي په شهادت رسيدلي دي.

له ډيرو مثالونو څخه به د ننګرهار پرونۍ پيښه د مُشت نمونه خروار په توګه کافي وي. همدا پرون په ننګرهار کې د امريکايي وحشيانو لخوا روزل شويو پوځيانو د يوې کورنۍ ټول ۱۱ تنه غړي په خورا وحشت سره په شهادت رسولي، چې سپينږيري، ښځې او ماشومان هم پکې دي. د دوی د وحشتونو دغسې بيلګي له حسابه وتلې، چې د دوی د تبليغ او عمل تر منځ توپير ترې ښه څرګندېدلی شي.

لنډه دا چې امريکايان، کورني او بهرني ملګري به يې له تور ليست څخه هيڅ د پام وړ ګټه ترلاسه نه کړي او لکه د ۱۷ کلنو په دوران کې د استعمال شويو جګړه ييزو ستراتيژيو په څير به يې دغه حربه هم له ناکامۍ سره مخ کيږي، چې دغه ناکامه پايله يې موږ په ځلونو مشاهده کړې هم ده؛ دا ځکه چې د خپل هيواد د ازادۍ او استقلال لپاره په سپېڅلې مبارزه بوخت افراد کله هم د تور او سپين ليست تر منځ فرق نه کوي بلکې ټوله توجه يې يوازې د اشغال په ماته او د استقلال په ترلاسه کولو مرکوزه وي.

نو بناءً امريکايانو او انډيوالانو ته يې ښايي چې نور د زور له ستراتيژيو لاس واخلي او هغه لاره غوره کړي چې نه پکې افغانانو او افغانستان ته نقصان رسيږي او نه د دوی سياسي او اقتصادي حيثيت ته زيان رسوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close