افغانستان ايرلنډ ته په ۲۹ منډو ماتې ورکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۶)

افغانستان د دريو يو ورځنيو سياليو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې ايرلنډ ته په لومړۍ لوبه کې په ۲۹ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه ايرلنډ وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پريکړه وکړه.

افغانستان په ټاکلو پنځوس اورونو کې د نهه لوبغاړو په سوځیدو سره ایرلنډ ته د ۲۲۸ منډو هدف ورکړ.

خو ايرلنډ ونه توانيد چې ټاکلی هدف پوره کړي او ټول لوبغاړي يې په اته څلوېښتم اور کې له لاسه ورکړل او يواځې ۱۹۸ منډې يې جوړې کړې چې افغانستان دغه لوبه د ۲۹ منډو په توپير له ايرلنډ څخه وګټله.

ګلبدين نايب په ۹۸ توپونو ۶۴ او حشمت الله شاهدي په ۸۲ توپونو ۵۴ منډې وکړې.

افغان لوبډلې تر دې مخکې له ايرلنډ څخه د شل اوريزو لوبو لړۍ هم وګټله.

ټاکل شوې چې د دواړ لوبډلو تر منځ د يو ورځينيو سياليو د لړۍ دوهمه لوبه د اګست په نهه ويشتمه (سبا چهارشنبه) او وروستۍ لوبه يې د اګست په يودېرشمه نيټه ترسره شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close