افغانستان ته تر ټولو لوی خطر امريکايي ترهګر دي

تميم توفيق

د برنۍ خبرې کول که څه هم تکرار دی، خو د امريکا د پنټاګون پخواني سلاکار او متقاعد ډګروال کرستوفر کلندا د خبرې له امله به يې يو ځل بيا تکرار کړو. نوموړي له امريکا غږ سره له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه مرکه کړې او ويلي يې دي، چې که افغانستان ته د ترهګرۍ ګواښ مخامخ نه وي، بهرنيان بايد له دې خاورې ووځي.

که ۱۷ کاله پخواني افغانستان ته وګرځو، يو بې مثاله پر امن نظام و. هغه مهال نه غل او غدوی و، نه د کوکنارو او چرسو کرکيله وه، نه قاچاق. نه هدفي وژنې او تښتونې وې او نه پاټکونه او زورونې. خو کله چې امريکا په افغانستان يرغل وکړ، په ۱۷ کلونو کې مو د دې هر څه ژوندي مثالونه وليدل.

له ۱۷ کلونو وړاندې افغانستان د نړۍ په سطحه شفافه اداره لرله، خو نن د نړۍ د فاسدونو نظامونو په ۲هم نمبر کې قرار لري. پخوا به چې د کوم هيواد په دولت منتقدينو انتقاد کاوه؛ نو افغانستان به يې د يو امن او ولس به يې د يو مطمئن ولس په بيلګه ياداوه او خپل سياسيون به يې همداسې نظام جوړولو ته بلل، خو نن د افغانستان غوندي حالت او دولت څخه پناه غواړي.

لنډه دا چې افغانستان ته بل هيڅ د ترهګرۍ ګواښ نه دی متوجه؛ تر ټولو لوی ګواښ چې په اوس کې افغانستان ورته مخامخ دی، هغه د اشغالګرو هيوادونو شتون او دلته دهشتګردي او ترهګري ده.

دا اوس په ناقابل رد واقعيت بدل شوی چې که چيرته امريکايان او ملګري يې په دې هيواد کې نظامي حضور ولري، نه يوازې افغانستان بلکې ټوله سيمه به د ترهګرۍ له تهديد سره لاس او ګريوان وي. خو که دلته د امريکا شتون پای ومومي، ضرور به افغانستان او سيمه بيرته ۱۷ کلونه پخواني امن او اطمنان ته ګرځي.

نن که سيمه ييز هيوادونه زمونږ په هيواد کې لاسوهنې ته ځان اماده کوي او يا يې د امريکا او ملګرو لخوا په فعلي وضعيت کې عملا د ښکيلتا خبره کيږي، دا ټول، که څه هم فعلان وجود نه لري او يوه رسنيزه ادعا ده، خو که فرضا له دې وروسته واقع کيږي، د امريکا د نظامي حضور او له افغانستان څخه د سيمې د نارامه کولو لپاره د امنيتي پوستې په توګه د کار اخيستلو له امله به وي. پر دې واقعيت هيڅوک سترګې نشي پټولی.

له دې خبرې انکار نشي کيدای چې دلته د القاعده شتون په افغانستان باندې د امريکا د يرغل لپاره يوه بهانه وه. امريکا اصلا د افغانستان له اشغالولو او مستعمره کولو څخه د القاعده تنظيم له منځه وړلو پرته نورې لويې موخې لرلې او لري يې، ګنې القاعده په دومره لوی بشري او مادي زيان نه ارزېده چې د له منځه وړلو لپاره دې وګالل شي.

حاصل د خبرې دا چې، د افغانستان لپاره تر ټولو لوی خطر او دلته تر هرې په نوم ترهګرۍ لوی ګواښ امريکايان، ايتلافيان يې او داخلي ملګري يې دي.. له دوی پرته هيڅ بل داسې تهديد نه ليدل کيږي چې يا دې د افغانستان فعلي وضعيت تر اوسني هغه بد تر کړي او يا دې ګرده سيمه نارامه او تر دې لوی ګواښ سره مخ کړي.

که دلته امريکايي ترهګري او دهشتګردي پای ومومي، يقين دی چې هم به مو هيواد هغه سوله او ثبات ولري چې نن يې يوازې له رسنيو اورو او هم به د سيمه ييزو هيوادونو د جاندارۍ ژبه او لاسونه لنډ او پخپله دوی په امن او بې ويرې شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close