افغانستان خپل بل پیاوړی سیال سکاټلنډ په ګونډو کړ

کابل ټکی کام چنګاښ ۲۱ ۱۳۹۴ راپور ارین افغان  د غوراوي جام په سیالیو کې نن  د افغانستان او سکاټلنډ هیواد ترمنځ د کرېکټ لوبه ترسره شوه. د افغانستان لوبډلې مشر اصغرستانکزي د لوبې پچه یا ټاس وګاټه او پخپله یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه؛ افغان لوبغاړو دغه پرېکړه یوه ښه پرېکړه ثابته کړه. افغانستان خپله لومړی ویکټ (نوروز منګل) په صفر له لاسه ورکړه، خو د شهزاد محمدي چټکې او پیاوړې لوبې د افغانستان لوبډلې دپاره یوه ښه اساس کېښود. اصغر۳۴، نجیب ۳۷، محمد نبي ۳۳، شفق ۱۶ او سمیع الله شینواري د ۱۹ منډو په جوړولو سره افغانستان سکاټلنډ ته د ۲۱۱ منډو لوړ هدف وټاکه. په ۳۶ توپونو محمد شهزاد وکولای شوای چې ۷۵ منډې جوړې کړي او د لوبې غوره لوبغاړی هم دی اعلان شو. سکاټلنډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۳ منډې جوړې کړې؛ او دغه لوبه یې په ۳۷ منډو وبایلله. د بالینګ یا توپ اچونې په برخه کې محمدنبي او حمیدحسن د سکاټلنډ درې درې لوبغاړي وسوځول، میرویس اشرف دوه او دولت ځدراڼ یو لوبغاړی وسوځاوه. افغانستان تردې وړاندې د هالنډ او اماراتو لوبډلو ته هم ماتې ورکړې ده. افغانستان په بيBګروپ کې د شپږو نمرو په لرلو سره لومړی مقام لري، او پدې سره افغانستان د ۲۰۱۶کال شل اوریز جام ته نژدې شوی ده.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close